ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو اروزګان کې ۲۲ ښوونځیو ته په مشروط ډول د بیا فعالیت اجازه ورکړې ده

طالبانو اروزګان کې ۲۲ ښوونځیو ته په مشروط ډول د بیا فعالیت اجازه ورکړې ده

author avatar
29 Apr 2019 - 15:46
طالبانو اروزګان کې ۲۲ ښوونځیو ته په مشروط ډول د بیا فعالیت اجازه ورکړې ده
author avatar
29 Apr 2019 - 15:46

ترينکوټ (پژواک، ۹ غویی ۹۸): وسله والو طالبانو د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې ۲۲ ښوونځیو ته په مشروط ډول ته د بیا ځلي فعالیت اجازه ورکړې ده.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین وایي، نه پوهېږي چې طالبانو ولې په چورې ولسوالۍ کې د دوی ۲۲ ښوونځي تړلي وو، خو زياتوي چې نن سهار ټول تړلي ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شوي دي.

د پوهني ریاست تدریسي مرستیال محمد نسیم همت زي د غويي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په چورې ولسوالۍ کې ۲۲ ښوونځي د طالبانو په ساحه کې له تېرو لسو ورځو راهیسې تړل شوي وو.

هغه وایې، دغه ښوونځي په سیمه کې د سپین ږیرو په منځګړیتوب طالبانو پرانیستي او دې ډلې د ښوونځیو پرانیستلو په بدل کې تر اوسه کوم شرط نه دى وړاندې کړی.

د اروزګان د پوهنې رييس میرزامحمد سالارزی وایي، یو شمېر کړۍ شته چې د پوهنې پر وړاندې ستر ګواښ دي او په بېلابېلو سیمو کې ښوونځي ورانوي او د پوهني پر وړاندې بد چلند کوي.

د نوموړي په وينا، تر اوسه دا معلومه نه ده چې طالبانو ولې په چورې ولسوالۍ کې ګڼ ښوونځي لس ورځي د زده کوونکو پر مخ تړلي وو، خو یو شمېر سرچینو له پژواک سره خبرو کې وویل چې طالبانو په چورې ولسوالۍ کې ۲۲ ښوونځيو ته په مشروط ډول د بیا فعالیت اجازه ورکړې ده.

سرچینې وایې، طالبانو غوښتي چې د دوی تر واک لاندې سیمو کې دې ښوونکي او تر ۱۴ کلونو لوړ زده کوونکي پټکي تړي او کم عمره ماشومان دې په ښوونځیو کې سپینه خولۍ پر سر کوي.

دغه سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي پژواک ته وویل، دغه راز طالبانو غوښتي چې ښوونکي او زده کوونکي دې خپلې ږیرې نه کموي.

د يادې سرچینې د معلوماتو له مخې، له سپین ږیږو سره د طالبانو پر شرطونو تر هوکړې وروسته نن سهار د چورې په ټولو سیمو کې تړلي ښوونځي بېرته پرانیستل شوي.

خو د پوهني ریاست مسوولین وایي چې تر دې مهاله د یادو شرطونو په تړاو دوی ته معلومات نه دي رسېدلي.

تدريسي مرستيال همتزي وويل، که طالبانو دغه شرطونه وړاندې کړي هم وي، نو دوی سیمې ته په کتو ورسره موافق دي.

طالبانو تر دې مهاله څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.