خوست ښار (پژواک، ۱۰ غويی ۹۸): د خوست يو شمېر خبريالان او د رسنيو کارکوونکي له حکومت او د رسنيو له مدافع بنسټونو ګيله لري چې د دوی د امنيت خونديتوب په برخه کې يې کوم داسې کار نه دی کړی لکه څه څرنګه چې لازمه ده.
دوی دا څرګندونې نن (د غويي ۱۰مه) په دغه ولايت کې د بي بي سي راډيو د وژل شوي خبريال احمدشاه د لومړي تلين د نمانځغونډې پر مهال وکړې.
د تلين دغه مراسم د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د احمدشاه عامه کتابتون کې جوړ شوي وو.
احمدشاه پوره يو کال وړاندې په همدې ورځ له غرمې وروسته هغه مهال د ناپېژاندو وسله والو له خوا پر ډزو ووژل شو چې له ښاره خپل کور ته پر بايسکل روان و.
په دغه ولايت کې د يوې ځايي رسنۍ خبريال احسان ارين د دې نمانځغونډې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې لا هم په هېواد په ځانګړي ډول خوست کې د خبريالانو د کار پر وړاندې ګڼې ستونزې پرتې دي.
هغه له حکومتي ادارو غوښتنه کوي چې خبريالانو ته د مصوون کاري چاپېريال رامنځته کولو په برخه کې له خپلو شته امکاناتو سمه ګټه واخلي، څو په راتلونکي کې د دې ډول مرګونو پېښو مخه نيول شوې وي.
دی وايي: ((له کشفي او امنيتي ځواکونو مو ځانګړې غوښتنه دا ده چې د پېښې له رامنځته کېدو وړاندې د هغې د مخنيوي لپاره خپل ګامونه اوچت وکړي، زياتره وخت د خبريال له وژنې وروسته تدابير نيول کېږي، خو زموږ غوښتنه به دا وي چې د دوی د وژنې مخنيوی وشي.))
د کبيرخان مشفق په نوم بل ځايي خبريال بيا د حکومت تر څنګ د خبريالانو او رسنيو له مدافع بنسټونو ګيله لري چې د خبريالانو ستونزو او مشکلاتو ته يې پر وخت ځان نه دی رسولی او يواځې سمبوليکه بڼه لري.
نوموړي پژواک ته زياته کړه: ((که رښتيا هم د رسنيو مدافع بنسټونه د زړه له تله کار وکړي او خپل مسووليتونه درک کړي، د خبريالانو پر وړاندې موجوده ګواښونه او ننګونې تر يوه بريده له منځه وړلی شي، خو خبره دا ده چې دلته دوی د نمايش پر ځای له صداقت څه کار واخلي.))
په همدې حال کې په سوېل ختيځ زون کې د خبريالانو خونديتوب کمېټې مسوول سيف الله حيات وايي چې حکومت لا هم د خبريالانو او رسنيو له کارکوونکو سره د تاوتريخوالي د قضيو په برخه کې چوپه خوله دی.
نوموړي په دغو مراسمو کې د خبرو پر مهال له حکومته غوښتنه وکړه چې د خبريالانو او رسنيو پر وړاندې دې د معافيت فرهنګ ختم کړي او هغه کسان دې علني محاکمه کړي چې د خبريالانو پر ځورونه تورن دي.
دی زياتوي: ((که په هر نوم له خبريالانو سره تاوتريخوالی کېږي او يا په ځانګړې توګه لکه د احمدشاه قضيه داسې قضيې را ولاړېږي غوښتنه مو دا ده چې مجرمين دې يې علني محاکمه شي څو نور ورڅخه عبرت واخلي.))
د احمدشاه تر څنګ تېر کال په همدې ورځ په پلازمېنه کابل کې هم لس خبريالان هغه مهال په يو ځانمرګي بريد کې ووژل شول چې د يوې پېښې د خبري پوښښ لپاره سره راټول شوي وو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










