لښکرګاه (پژواک، ١٠ غويی ٩٨): د هلمند د يو شمېر ښوونځيو زده کوونکي شکايت کوي چې د کلنۍ ازموينې په درشل کې دي خو تر اوسه يې درسي کتابونه نه دي ترلاسه کړي.
په دې اړه د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه کې د شهيد عبدالصمد روحاني لېسې يوه زده کوونکي فريد احمد د غويي په لسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښوونيز کال په وروستيو ورځو کې دي، خو تر اوسه يې درسي کتابونه نه دي بشپړ شوي.
دى وايي: ((زه په اتم صنف کې يم، ټول صنف ته يې پنځه کتابونه ورکړي، ځينو کسانو په ښار کې کتابونه اخيستي خو ځيني نور يې بيا د اخيستو توان نه لري چې دا يو لوى مشکل دى.))
د هلمند په ګډون په تودو ولايتونو کې کلنۍ ازموينه د غبرګولي په لومړۍ نېټه پيلېږي او تر ١٥مې نېټې پورې دوام کوي.
دغه راز په لښکرګاه کې د ملالۍ لېسې يو زده کوونکي عبدالکريم هم پژواک ته وويل چې ډېرو زده کوونکو تر اوسه کتابونه نه دي ترلاسه کړي.
هغه وايي: ((له اووم نه تر نهم ټولګي پورې شاګردانو ته هېڅ کتابونه نه دي ورکړل شوي خو د لسم، يوولسم او دوولسم تولګيو کتابونه بيا پوره دي.))
دغه راز يو شمېر نورو زده کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې له کتابونو پرته دوى نه شي کولاى خپلو درسونو ته ادامه ورکړي نو اړوندې ادارې بايد دغه ستونزه هواره کړي.
همدارنګه د شهيد عبدالصمد روحاني لېسې ښوونکي د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې د کتابونو د نه شتون ستونزې دوى هم له مشکل سره مخ کړي دي.
ده زياته کړه: ((کتاب د درس ويلو لپاره اولين ضرورت دى، موږ چې کله د شاګرد نه د تېر درس پوښتنه کوو نو وايي چې کتاب نه لرم په څه شي کې درس ووايم، نو که حالات همداسې دوام وکړي، شاګردان له درسه پاتې کېږي او ټول به بېسواده فارغه شي.))
بل لور ته چارواکي هم دغه ستونزه تاييدوي.
د هلمند د پوهنې رييس محمد داوود شاه صفاري پژواک ته وويل چې دغه ستونزه يواځې په هلمند کې نه، په نورو ولايتونو کې هم شته دى.
صفاري زياته کړه: ((څو مياشتې وړاندې له مرکز کابل څخه ١١٤زره کتابونه موږ ته را ورسېدل چې هغه مو لسم، يوولسم او دوولسم ټولګيو باندې تقسيم کړل، دغه ټولګي اوس مشکل نه لري خو له درېيم څخه تر نهم تولګي پورې موږ د کتابونو په برخه کې مشکل لرو.))
دى وايي چې ياده ستونزه يې په کابل کې له چارواکو سره شريکه کړې او هغوی يې د ژر حل ژمنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې هلمند کې له څه باندې څلور سوه ښوونځيو ٢٤٧ يې ودانۍ نه لري چې زده کوونکي په دې برخه کې هم ستونزې لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










