منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۰ غ.و
۱۳°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر غني: پر ولايتي پوهنتونونو دې ٦٠ ميليون ډالره پانګونه وشي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

کابل (پژواک، ١٠ غويى ٩٨): ولسمشر غني وايي، پر ولايتي پوهنتونونو دې ٦٠ ميليونه ډالر پانګونه وشي او د چارو د همغږۍ په موخه باید والیان په ترتیب د کابینې په غونډو کې ګډون وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼې په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني دغه څرګندونې تېر ماښام د هېواد د ۳۴ ولایتونو له والیانو سره په کتنې کې وکړې.

غني ويلي چې تر کابینې هم د واليانو رول مهم دی؛ ځکه وزیران کابل محوره او واليان افغانستان محوره دي او مخامخ له ولسونو او خلکو سره په اړيکه کې دي.

هغه وايي چې واليان دې د همکارۍ او همغږۍ په موخه په ترتیب د کابینې په غونډو کې ګډون وکړي.

ده دا هم ويلي چې د ولایتونو او لویو لارو د امنیت د لا ښه تامین لپاره دې د والیانو او امنیتي او دفاعي سکتور وزیرانو ګډه غونډه جوړه شي.

غني د طبیعي پېښو د زیانونو په مخنیوي او د اوبو پر مدیریت ټینګار د ټينګار تر څنګ ويلي چې درې سوه واړه جوړېدونکي بندونه باید د هېواد پر ولسوالیو په متوازن ډول ووېشل شي او لس منځني بندونه دې هغو ولایتونو ته چې تر اوسه ورته پاملرنه نه ده شوې، ځانګړي شي.

په خبرپاڼه کې د يادو بندونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

ولسمشر ويلي چې د ۶۰۰۰ ښوونځیو د جوړولو تر څنګ باید ۶۰ میلیونه ډالر پر ولایتي پوهنتونونو پانګونه وشي او د ولایتونو د متوازن انکشاف تر څنګ دې د کرنې ودې ته اساسي پاملرنه وشي.

هغه تېر کال په غبرګولي مياشت کې ويلي وو چې په دوو کلونو کې به د هېواد په کچه د ٦٠٠٠ ښوونځيو ودانۍ جوړې شي.

د دغه هدايت له مخې بايد هره يوه ورځ د شپږو ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې واى، خو ولسمشر له خپل دغه هدايته شاوخوا نهه مياشتې وروسته د يادو شپږ زره ښوونځيو د ځمکو لپاره د پلان جوړولو په موخه د اړوندو چارواکو ناسته جوړه کړه.

محمد اشرف غني تېر ماښام والیانو ته لارښوونه کړې چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې خپله بې طرفي وساتي او د ملي خپلواکۍ سلیزه په افغانستان شموله توګه ونمانځي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه