لښکرګاه (پژواک، ۱۱ غويی ۹۸): په هلمند ولايت کې سلګونو حق الزحمه ښوونکي وايي که چېرې د تېر يو کال تنخوا يې ورنه کړل شي، د زده کوونکو کلنۍ ازموينې نه اخلي.
په مرکز لښکرګاه کې د شهيد انجنير عبدالمتين عالي لېسې ښوونکي شاه ولي زيارمل د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېر يو کال راهيسې دوی ته مياشتنۍ تنخوا نه ده ورکړل شوې.
هغه وايي: ((زه خپله يو حق الزحمه استاد يم، معاش نه دى راکړل شوى، له سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخ يو.))
همدارنګه د شهيد عبدالصمد روحاني لېسې ښوونکي عبدالقدير خان هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې دغه مسئله يې څو ځلې د پوهنې له رياست سره شريکه کړې خو تر اوسه يې په اړه اقدام نه دى شوى.
ده زياته کړه: ((ټول غريب خلک دي، د يوه مجبوريت له مخې يې دغه د حق الزحمه دنده اخيستې ده او دا چې معاش نه ورکول کېږي نو دا ډېر لوى مشکل دى.))
دغه راز يو شمېر نورو حق الزحمه ښوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د پوهنې رياست بايد هر څه ژر دغه ستونزه هواره کړي.
يادو ښوونکو ګواښ کاوه، که چېرې ژر يې دغه ستونزه هواره نه شي نو دوى به د زده کوونکو د کلنۍ ازموينې په اخيستو کې ګډون ونه کړي او پر کاري اعتصاب به لاس پورې کړي.
دغه راز د عبدالمتين عالي لېسې زده کوونکي بشیراحمد پژواک ته وویل چې دوى له خپلو ښوونکو سره يو ځاى درېږي څو حق يې ورکړل شي.
همدارنګه بل زده کوونکي بهاءالدین وايي: ((زموږ ښوونکي پر حقه دي او باید حق يې ورکړل شي.))
د يادو څرګندونو په اړه د هلمند د پوهنې رييس محمد داوود شاه صفاري پژواک ته وويل چې له تېر يو کال راهيسې د حق الزحمه ښوونکو مياشتنۍ تنخوا نه ده ورکړل شوې.
ده وويل چې ياده موضوع يې د پوهنې وزارت له چارواکو سره شريکه کړې او هغوی يې د حل لپاره ژمنه کړې ده.
صفاري اندېښنه وښوده که چېرې ژر دغه ستونزه هواره نه شي د کلنۍ ازموينې پر مهال به دوی له ستونزو سره مخ شي.
د يادونې ده، چې په هلمند کې د څه باندې ١١ سوه حق الزحمه ښوونکو له خوا ٤٨ زره زده کوونکو ته زده کړې ورکول کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










