کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۹۸): ۳۲ سلنه خلکو ملي او اسلامي ګټو ته ژمن کسان، ۲۰ سلنو بېطرفه کسان، پنځه سلنو غیر حکومتي کسان، څلور سلنو د نظام پلویان او پنځو سلنو بېلابېل خلک د سولې د مذاکراتي پلاوي لپاره وړ بللي دي.
د یادې نظرپوښتنې له مخې چې پژواک خبري اژانس د خپلې فېسبوک پاڼې له لارې ترسره کړې، ۳۴ سلنه خلکو د موضوع اړوند ځوابونه نه دي ورکړي.
مشورتي جرګه چې د غويي په نهمه د ۳۲۰۰ غړو په ګډون په کابل کې جوړه شوې او تر سبا به دوام ولري، ۵۰ کاري کمېټو ته څلور پوښتنې وړکړې چې ځواب یې کړي.
د یادو څلورو پوښتنو له ډلې په یوه پوښتنه کې راغلي: «ستاسو په نظر د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د مذاکراتي ټېم جوړښت باید څه ډول وي او د مذاکراتي ټېم غړي باید کومې ځانګړتیاوې ولري؟»
له تېر مازدیګر څخه تر اوسه (سهار ۹ بجې) ۴۱ هېوادوالو دغو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي.
اسلامي او ملي ارزښتونو ته وفادار
له یادو شمېر کسانو ۳۲ سلنو لیکلي، د مذاکراتي ټېم غړي باید ملي، اسلامي او افغاني ګټو ته وفادار، ځیرک، مهربان او غم ځپلي وي او غصب یې نه وي کړی.
د خان په نوم یو کس د یادې پوښتنې په ځواب کې لیکلي: ((د اسلام پر دین او هېواد مین وي، له هېڅ بهرني هېواد سره اړیکې ونه لري او لوړې زده کړې ولري.))
نظیف الله تڼي لیکلي: ((باید وطندوستان وي نه وطن پلورونکي.))
عبدالوحید ستانکزي ویلي: ((له همدې جرګې څخه دې ځیرک او پر ملت او ملي ګټو مین کسان وټاکل شي.))
کامران: ((داسې پلاوی دې وټاکل شي چې اخلاص ولري او غم ځپلی وي.))
نجیب الرحمن نېکمل لیکلي: ((د سیاسي او اقتصادي چارو پوهان وي، پر افغانیت او هېواد مین وي، د ملي ګټور پر ضد او غاصب نه وي، تعصب ونه لري او د بل هېواد تابعیت ونه لري.))
فیض محمد ضیايي ویلي: ((باید رښتیني، وطندوست او ملي ګټو ته ژمن کسان وي.))
وطندوست افغان ویلي: ((پر دین او وطن مینان وي، له هېڅ بهرني هېواد سره اړیکې ونلري او کوړې زده کړې ولري.))
خو حمزه سنګري لیکلي: ((جنګ سالار نه وي))
غیر حکومتي کسان
پنځه سلنه کسانو ویلي چې د مذاکراتي ټېم غړي باید غیر دولتي کسان وي.
د سوله غواړو په نوم یوه فسبوک کارکوونکي لیکلي: ((داسې کسان دې د مذاکراتي ټېم لپاره غوره شي چې د دولت غړيتوب ونلري، بې طرفه وي او که ممکنه وي داسې کسان دې وټاکل شي چې په تېرو څلورو لسیزو جګړو کې یې قرباني ورکړې وي.))
دغه راز احمد جلال ویلي: ((حکومتي کسان نه وي، ځکه طالبان له دولتي کسانو سره خبرې نه کوي.))
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ویلي، له افغان حکومت سره خبرې نه کوي، خو دوی منلې وه چې د افغان سولې په تړاو په قطر کې په ترسره کېدونکې غونډه کې چې د افغان حکومت چارواکي د سیاسي مطرح څېرو په صفت ګډون وکړي.
د نظام مخالف نه وي
څلور سلنه ځوابوونکو ویلي چې له طالبانو سره د سولې خبرو مذاکراتي ټېم باید د نظام مخالف نه وي.
نجیب افغان ویلي: ((ملي ګټو ته ژمن وي، د نظام مخالف نه وي، جرمي سابقه ونه لري او ښه استعداد ولري.))
مختلط
پنځه سلنه کسانو ویلي، مذاکراتي ټېم باید له ګډو (حکومتي او غیر حکومتي) کسانو څخه جوړ وي.
د مشتاق احمد په نوم د فسبوک یوه کارکوونکي لیکلي: ((پنځوس سلنه دولتي استازي، ۲۰ سلنه سیاسي ګوندونه او تنظیمونه او د هېواد په داخل او خارج کې ۳۰ سلنه داسې کسان چې لوړې زده کړې ولري او په څلوېښت کلنه جګړه کې خپله یا یې پلار لاس ونه لري. ))
دغه راز حکمران اریا ویلي : ((زما په نظر، داسې کسان دې وټاکل شي چې رښتیني، خیر غوښتونکي، ځیرک او د خلکو له کلتور او رواجونو سره بلد وي، لاسونه یې د خلکو په وینو سره نه وي، شتمنۍ زېرمه نه کړي او مهمه داچې د پخواني لېست په څېر له یوه لوی تنظیم او سازمان څخه یو کس وټاکل شي نه څو کسان.))
په ۲۵۰ کسیز نوملړ کې چې له طالبانو سره په دوحه کې د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره برابر شوی و له یوه ګوند یا ډلې څو کسانو ګډون درلود. دغه نوملړ له یو شمېر مخالفتونو سره مخ شو او یاده ناسته لغوه شوه.
بې طرفه کسان
۲۰ سلنه ځواب ورکوونکو ویلي، مذاکراتي پلاوی باید له بې طرفه کسانو څخه جوړ وي.
همت خان په یوه پیغام کې لیکلي: ((د مذاکراتو مهارت ولري، د منځګړیتوب له اصولو سره بلد وي، له ملي مسایلو خبر وي او له ملي ګټو څخه د دفاع توان ولري، د خبرو فصاحت ولري، په جګړه کې ښکېل نه وي، پر فساد او د سیمې له استخباراتو سره په اړیکو تورن نه وي او د موجوده نظام مخالف نه وي.))
معلم لاهور خان لیکي: ((داسې کسان وي چې د ټولو افغانانو استازيتوب وکړای شي، بې طرفه وی او استعداد ولري.))
خو غلام وحید تره خېل ویلي: ((غلام نه وي))
بریال افغان لیکلي: ((رښتیني او وطندوست وي، د اوسنیو سیاسیونو په څېر داسې کسان نه چې د نورو په اشاره کار کوي.))
شاه محمود ویلي: ((ثالث او بې سرفه کسان دې وټاکل شي، داسې کسان چې په جګړه کې له ښکېلو لوریو سره مخالفت ونه لري.))
ضیا الله ضیا لیکلي: ((د پوهنتون هغه استادان دې وټاکل شي چې د هېڅ ګوند غړیتوب نه لري.))
زرمتي ویلي: ((با استعداده وي، خلکو او وطن ته وفادار وي او تنظیم ته ژمن نه وي.))
دغه راز زیارمل الینګاري لیکلي: ((داسې کسان دې و ټاکل شي چې د تنظیمونو غړیتوب ونلري او لاسونه یې د خلکو په وینو نه وي سره، د خلکو تر منځ محبوبیت ولري، غله او جنګ سالاران نه وي.))
درې نورې پوښتنې ((څرنګه طالبان سولې ته قانع کړو، په کومو لاسته راوړنو باید ټینګار وشي او د ګاونډیو هېوادونو په اړه د دولت سیاست باید څه ډول وي؟ )) هم د سولې شورا کاري کمېټو ته ورکړل شوې دي.
پژواک په جلا ډول د هرې پوښتنې په اړه د خپلې فېسبوک پاڼې له لارې د خلکو نظرونه غوښتي او د هرې پوښتنې په اړه به بېل راپور جوړ او نشر کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










