منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۱ غ.و
۶°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

«د سولې په خبرو کې دې د بیان ازادي او د خلکو حقونه خوندي شي»

· ۵ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

کابل (پژواک، ۱۲ غویی ۹۸): د یوې نظرپوښتنې ډېری ځوابوونکي چې د لاسته راوړنو پلویان دي، د بیان ازادي، د نظامي ځواکونو، له هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو او هېوادوالو، په ځانګړې توګه د ښځو حقونو پر تامین ټینګار کوي.

مشورتي جرګه چې د غويي په نهمه د ۳۲۰۰ کسانو په ګډون په کابل کې جوړه شوې او تر سبا به دوام ولري، ۵۰ کاري کمېټو ته څلور پوښتنې وړکړې چې ځواب یې کړي.

په یوه پوښتنه کې راغلي: «ستاسو په نظر د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له طالبانو سره د سولې د خبرو پر مهال باید پر کومو لاسته راوړنو او ارزښتونو ټینګار وکړي؟»

له تېر مازدیګره تر اوسه (د سهار نهه بجې) ۳۶ هېوادوالو دا پوښتنه ځواب کړې ده.

د لاسته راوړنو ساتل

۲۵ سلنه ځواب ورکوونکو د یادې پوښتنې په ځواب کې د سولې خبرو پر مهال د ځینو لاسته راوړنو پر ساتلو ټینګار وکړ.

عبدالقدیر منصف د یادې پوښتنې په ځواب کې لیکلي: ((اسلامي جمهوریت، د خپلواکۍ ساتل، د بیان د ازادۍ ساتل، د دیني او ملي ارزښتونو په چوکاټ کې د هېوادوالو (ښځو او نارینه وو) د حقونو لکه د کار حق، د زده کړو او نورو ساتل، په اقتصادي، ښوونیزو، تخنیکي او نورو برخو کې د ترلاسه شوو پرمختګونو ساتل هغه موارد دي چې باید پر خوندیتوب یې ټینګار وشي.))

ابو احمد قاري زاده لیکلي: ((اساسي قانون، د دولتي بنسټونو او د هېواد د دفاعي او ملي قواوو ساتل او تقویه.))

محمدالله محمد ویلي: ((ملي اردو، له هند او نورو نړیوالو هېوادونو سره اقتصادي او نظامي همکارۍ، د ښځو حقونه او نور هغه موارد دي چې حکومت یې باید له طالبانو سره د خبرو پر مهال ساتنه وکړي.))

مشتاق احمد ویلي، د بیان ازادۍ، فکري ازادۍ، اسلامي جمهوري نظام، هر نارینه او ښځې ته د زده کړو حق ورکول، بشري حقونو ته احترام او د یوې ملي اردو لرل باید وساتل شي.

خو عاشق الله حکیمي ویلي: ((یوازې ملي حاکمیت دې وساتل شي.))

عمران احمدي ویلي: ((د بیان ازادي، د علم او پوهې ازادي، یوازې له دولت سره مستقیمې خبرې، د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې او اساسي قانون زموږ سرې کرښې دي.))

طلا پامېر لیکلي: ((هغه ارزښتونه چې باید ترې ساتنه وشي، د افغانستان ځکمنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او خپلواکي، د دولتي او ملي بنسټونو (د ادارې د اساساتو، دفاعي او امنیتي بنسټونه) حاکمیت او د بشري حقونو مراعاتول، دغه راز د اوسني حکومت او نظام د منلو، د ټاکنو د اساسي قانون او بیان ازادۍ په ګډون چې مختلف تفسیرونه ترې کېږي او د سولې پر وړاندې ستونزې جوړوي، په ګډون د هر ډول شرایطو نه اېښودل. کله چې د سولې د خبرو په بهیر کې د بشري حقونو پر اصل ټینګار وشي دا خپله د بیان او مطبوعاتو پر ازادۍ، فکري ازادۍ، د ګوندونو د جوړښت ازادۍ، د ښځو ماشومانو له حقونو او تر ټولو مهمه دا چې د ژوند له ټولو حقونو د ټینګار په معنا دي. یوازې پر یوه حق او ازادۍ ټینګار او د مهمو حقونو او ازادیو له پامه غورځول د ستونزې جوړولو او کارماتولو معنا لري.))

اکبر جاوېد لیکلي: ((د نظام او بیان د ازادۍ ساتل.))

دغه راز میر افضل افضلي ویلي: ((موږ نه غواړو چې بېرته ۴۰ کاله شاته وګرځو، له ۲۰۰۱ کال څخه تر اوسه د حکومت لاسته راوړنې باید وساتل شي.))

د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار

۱۱ سلنه ځواب ورکوونکو یادې پوښتنې ته مشخص ځواب نه دی ورکړی او ویلي یې دي، بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي.

د خوشال شېرزي په نوم یوه کس یادې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي: ((له امریکا سره دې امنیتي تړون لغوه او دوی ته دې وویل شي چې تر شپږو میاشتو دې له افغانستانه ووځي.))

فیاض پیر په دې اړه لیکلي: ((لومړۍ باید ټول اشغالګران له هېواده وشړل شي او لنډمهاله موده ورته وټاکل شي، دویم دا چې په جګړه کې ښکېل لوري دې اوربند اعلان کړي، پر امنیتي او دفاعي ځواکونو کې دې هېڅ بدلون نه رامنځته کېږي او یو شرعي نظام دې جوړ شي.))

بلال افغان ویلي: ((د بهرنیو ځواکونو وتل، د هېواد له سیاستوالو او طالبانو سره په مشوره په اساسي قانون کې بدلون، د هېواد په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې اصلاحات او په راتلونکو شپږو میاشتو کې د رڼو ټاکنو ترسره کول)) د افغانستان د ستونزې حل بللی دی.

احمد موحد د یادې پوښتنې په ځواب کې ویلي: ((هغه لاسته راوړنې چې باید له لاسه ورکړو ډیموکراسي چې اساس یې بهرنیان دي، فحاشي او فاحشه ګیري، د ازادو بازارونو له منځه وړل او په کفري چوکاټ کې د بیان د ازادۍ له منځه وړل دي.))

بېلابېل ځواب ورکوونکي

۶۴ سلنه ځواب ورکوونکو بېلابېل ځوابونه ویلي چې ځیني یې د پوښتنې اړوند نه دي.

د محمدیار عدیل په نوم یوه کس د پوښتنې په ځواب کې لیکلي: ((سوله له هر څه مهمه ده، چېرې چې سوله نه وي، ژوند مشکل دی.))

بهیر ستانکزي ویلي: ((له هر څه باید تېر شو، زموږ لپاره تر هرڅه سوله مهمه ده.))

جهانزیب ځواک کندهاري لیکلي: ((د پنجاب فرمایش د منلو وړ نه دی))

احسان الکوزي لیکلي: ((امنیتي او دفاعي ځواکونه باید بې طرفه او خپلواک وي.))

امین الله عابد ویلي: ((په حکومت کې هېڅ نېک کار نه وینم.))

بسم الله بالاکرزي لیکلي: ((خلک به نور د سولې پر بهیر باور ونه کړي، باید دوه کلنه لنډمهاله اداره جوړه شي، وروسته ټولو هېوادوالو ته برېښنايي پېژندپاڼې ورکړل شي او وروسته دې رڼې ټاکنې ترسره شي، وروسته معلومېږي چې څوک، طالب، غني او یا کرزی په ملت کې ځای لري.))

فضل الحق حقمل لیکلي: ((له شرط او قید پرته تسلیمي، اتقالي عدالت.))

شفیق یاد کاکړ لیکلي: ((یوازې د کاغذ پر مخ د سولې هڅې د پام وړ پایله نه لري، جدي او عملي هڅو ته اړتیا ده.))

وطندوست افغان لیکلي: ((طالبانو ته باید امتیازات ورنه کړل شي.))

درې نورې پوښتنې ((څرنګه طالبان سولې ته قانع کړو، د حکومت د مذاکراتي ټېم جوړښټ او د ګاونډیو هېوادونو په اړه د دولت سیاست باید څه ډول وي؟ )) هم د سولې شورا کاري کمېټو ته ورکړل شوې دي.

پژواک په جلا توګه د هرې پوښتنې په اړه د خپلې فېسبوک پاڼې له لارې د خلکو نظرونه غوښتي او د هرې پوښتنې په اړه به بېل راپور جوړ او خپور کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست