ژبه

نظرپوښتنه: ۲۶ سلنه خلکو د وسله والو له ملاتړو هېوادونو سره د اړیکو پرېکون غوښتی

کابل (پژواک، ١٢ غويى ٩٨): د يوې نظرپوښتنې ٢٦ سلنه ګډونوال د دولت د وسله والو مخالفينو له ملاتړو هېوادونو سره د اړيکو د پرېکون، لس سلنه له زور نه د کار اخيستو او ١٣ سلنه د خبرو غوښتنه کوي.

دغه راز د پژواک خبري اژانس د يوې نظرپوښتنې له لارې چې د خپلې فېسبوکپاڼې له لارې يې ترسره کړې، درې سلنه کسانو له هېوادونو سره د متقابل درناوي غوښتنه کړې او پاتې بېلابېلې نورې څرګندونې یې کړې دي.

دغه راز ٢٦ سلنه بيا له موضوع بهر نظر وړاندې کړى دی.

د سولې مشورتي جرګې له خوا ۵۰ کمېټو ته څلور سوالونه ورکړل شوي او نن يې په اړه د جرګې عمومي غونډې ته ځوابونه وړاندې کوي.

له ګاونډيو او په ځانګړې توګه له هغو هېوادونو سره چې له طالبانو سره مالي او نظامي مرستې کوي، د افغانستان د دولت سياست څه ډول وي او د افغانستان په قضيه کې له ښکېلو هېوادونو څه تمه لرئ؟ يوه له يادو پوښتنو ده.

پژواک همدغه پوښتنه پرون مازديګر د فېسبوک له لارې له خلکو سره شريکه کړې او نن له غرمې مخکې تر شاوخوا نهو بجو ٣١ کسانو ځواب ورکړى.

د اړيکو پرېکون

٢٦ سلنه ځواب ورکوونکو په پوښتنه کې له يادو هېوادونو سره د افغانستان او نړيوالې ټولنې د اړيکو پرېکون غوښتى.

د حسين په نوم يوه ليکلي چې په دې اړه بايد د ملګرو ملتونو له سازمان سره خبرې وشي څو پر هغو هېوادونو بنديزونه ولګوي چې د افغانستان د دولت له وسله والو مخالفينو ملاتړ کوي.

اسراراحمد بيا وايي: "لومړی باید ترې وغوښتل شې چې له طالبانو سره مرسته ونه کړي او د نه منلو په صورت کې دې ورسره هر ډول ډیپلوماتیکې اړیکې پرې شي او هم دې د ملګرو ملتونو شورا ته شکایت وشي."

عزت الله مومند وایي چې د افغانستان حکومت باید له هغو هېوادونو سره هر ډول اړیکې پرې کړي او په دغو هېوادونو کې افغان کډوالو وخت وټاکل شي چې خپل هېواد ته راستانه شي.

login or register a new account.