جلال اباد (پژواک، ۱۴ غويی ۹۸): ننګرهار پوهنتون کې د محصلينو د علمي څېړنو دوه ورځنی نندارتون پيل شو چې پرمهال يې د دغه پوهنتون د ۱۳ پوهنځيو د محصلينو علمي څېړنې د خلکو د نندارې په موخه اېښودل شوې وې.
چارواکي يې وايي، اوس د دغه پوهنتون محصلين د دې جوګه دي چې په ۱۳ څانګو کې د شرکتونو، موسساتو او نورو ادارو لپاره څېړنې، ډيزاينونه او علمي طرحې ترسره کړي.
د ننګرهار پوهنتون رييس ډاکټر يحيی فهيم د نندارتون د پرانيستې پرمهال وويل، د پوهنتون د محصلينو پر علمي څېړنو سربېره د يو شمېر خصوصي شرکتونو افغاني توليدات هم په ۷۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي.
هغه زياته کړه، د محصلينو پر علمي څېړنو سربېره چې عام خلک يې هم ننداره کوي، د دغه پوهنتون او يو شمېر نړيوالو پوهنتونونو ۱۸۰ علمي څېړنې محصلينو ته تشريح کېږي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، له نندارتون څخه يوازې په څو ساعتونو کې له ۱۱زره ډېرو کسانو ليدنه کړې او دا لړۍ به دوه ورځې دوام وکړي.
دی ډاډ ورکوي چې اوس د ننګرهار پوهنتون محصلين کولی شي، نورو اداراو، موسساتو او شرکتونو ته د هغوی د غوښتنې مطابق څېړنې وکړي، طرحې ورته وړاندې کړي او د بېلابېلو پروژو او پروګرامونو ډيزاين ورته وکړي.
د پوهنتون محصلين وايي، دا ډول نندارتونونه ورته د لا ډېر کار انرژي ورکوي؛ خو پر حکومت غږ کوي چې محصلينو ته د علمي څېړنو پرمهال د اسانتياوو زمينه برابره کړي او دغه راز يې مالي ملاتړ وکړي.
د دغه پوهنتون د کمپوټر ساينس پوهنځي محصل ضياء الرحمن حکمت چې د خپلو زده کړو پر بنسټ يې داسې اپلېکشن جوړ کړی چې کولی شي يو شخص ځان ته په خپله د کور دروازه خلاصه کړي او له هر ځايه خپل کور وڅاري وايي، که مالي ملاتړ يې وشي نو کولی شي دا اپلېکشن لا ساده، پراخه او خلکو ته د ګټې اخيستو جوګه کړي.
سير سيرت د انجينري پوهنځي محصل دی، دی وايي، د دارالامان ماڼۍ په اړه يې څېړنه کوله؛ خو هلته د ساتونکو له خوا داخل ته د تګ اجازه ورنه کړل شوه چې څېړنه يې يوازې پر نورو سرچينو بشپړه کړه.
دی وايي، که حکومت محصلينو ته د دا ډول څېړنو پرمهال اسانتياوې برابرې کړي؛ نو هم به د هېواد تاريخ ژوندی وساتل شي او هم به محصلين کار او څېړنو ته تشويق شي.
مريم معرف هم د انجينري پوهنځي د مهندسي د برخې محصله ده او نندارتون کې يې په خپل لاس جوړه کړې د يوې ودانۍ نمونه نندارې ته اېښې وه، ډاډ يې ورکړ چې اوس محصلين کولی شي داسې ډيزينونه او طرحې د خلکو لپاره د پيسو په مقابل کې هم جوړې کړي.
ددې نندارتون ننداره کوونکي وايي، دې نندارتون له نورو سره ډېر توپير درلود او ويل يې د خلکو ګڼه ګوڼه، د محصلينو نوښتونه او د پوهنتون ترتيبات يې بې ساري دي.
عصمت الله يوسفزي چې له نندارتون يې ليدنه کړې وايي، پخوا يې ننګرهار کې داسې د نوښتونو نندارتون نه و ليدلی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










