منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۱ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتیکا د کار او ټولنیزو چارو رییس وژل شوی

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۷ کتنې

ښرنه (پژواک، ١٥ غويی ٩٨): د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس وژلى دى.

د پکتکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه په يوسف خېلو ولسوالۍ کې د دغه ولايت د کار ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رييس غلام رحمان همدرد وژلى دى.

هغه وايي چې د پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

بل لور ته د يوسف خېلو ولسوالۍ يوې حکومتي سرچينې پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو لومړى همدرد تښتولى او بيا يې وژلى دى.

د هغې د معلوماتو له مخې، همدرد له تېرو دوو کلونو راهيسې د دغه ولايت د کار او ټولنيزو چارو د رييس په توګه دنده ترسره کوله او له چا سره يې شخصي دښمني نه درلوده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د دغه ولايت په سر روضې ولسوالۍ کې طالبانو پر يوې پوستې بريد کړى چې په ترڅ کې یې يو پوليس او درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه