مزارشريف (پژواک، ١٥ غويى ٩٨): په بلخ کې یو طالب چې بریدونه یې پلانول، نيول شوی، دغه راز ۱۷ طالبانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې تېره شپه په مزارشريف ښار کې د پوليسو د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د طالبانو د بريدونو يو طراح نيول شوی دی.
د دغه وزارت له خوا د غويي په ١٥مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نيول شوی کس قاري عزيز نومېږي چې د طالبانو د عُشر او زکات ټولولو او د جلب او جذب دنده يې پر غاړه درلوده.
خبرپاڼه کې راغلي چې نيول شوي کس د بريدونو په طرح کولو کې هم لاس درلود.
په ورته وخت کې بيا شاهين قول اردو وايي چې د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې يې تېره شپه ۱۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې تېره شپه د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د چمتال ولسوالۍ په اسياب ګرګ او غوث الدين کلا سيمو کې جګړه شوې وه چې درې ساعته يې دوام درلود.
خبرپاڼه کې راغلي چې د يادې جګړې په پايله کې څلور طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.
شاهين قول اردو زياته کړې چې په ياده نښته کې ملکي وګړو ته تلفات نه دي اوښتي؛ خو تاييدوي چې په دې پېښه کې دوه امنيتي منسوبين هم ټپيان شوي دي.
د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي رحيم بای پژواک ته وويل چې تېره شپه ناوخته جګړه پيل شوه چې تر سهاره يې دوام درلود.
هغه زياتوي چې لومړی نښته طالبانو پيل کړه او په ياده ولسوالۍ کې د ملي اردو پر يوه کنډک يې بريد وکړ.
د دغه قومي مشر په خبره، دوی ته تر اوسه د دواړو خواوو د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
طالبانو تر اوسه د دې دواړو پېښو په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










