منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۹ غ.م
۱۳°ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار کانال د غصب شوو ځمکو راګرځولو لړۍ پيل شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۱۵ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۷ غويی ۹۸): د ننګرهار کانال رياست چارواکي وايي، د دغه کانال اړوند شاوخوا ۴۵۶۰ جريبه ځمکه غصب شوې چې دوی يې د بېرته راګرځولو لړۍ پيل کړې ده.

دوی دغه راز په ياده برخه کې د امنيتي ارګانونو او ولايتي ادارې د همکارۍ غوښتنه هم کوي او زياتوي چې د کانال د بيارغونې، پراختيا او عوايدو لوړولو لپاره يې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د ننګرهار کانال رياست چې (د ننګرهار وادي کرنيز شرکت) په نوم نومول شوی او خصوصي سکتور ته سپارل شوی، مسوولين وايي چې د کانال د بهبود لپاره يې هلې ځلې پيل کړي دي.

د دغه کانال رييس پروېز علي چې د غويي په ۱۷مه يې د ننګرهار د رسنيو په دفتر کې کنفرانس ته د خپلې ادارې په اړه معلوماتو ورکول، د قراردادونو انلاين کول، د حاضرۍ بايومټريک او په لومړي ځل د کانال لپاره د زراعتي پاليسۍ جوړول هغه څه ياد کړل چې په خبره يې خصوصي سکټور ته د دې ادارې د تبديل لوی بدلونونه دي.

دی وايي، د کانال ادارې اړوند ۴۵۶۰ جريبه ځمکه غصب شوې چې دوی يې د بېرته راګرځولو لړۍ پيل کړې ده.

دی وايي،تر اوسه د دغو ځمکو د غصب په تړاو زرو څخه د زياتو کسانو دوسيې څارنوالۍ ته لېږل شوي چې نږدې څلويښت قضيې يې څېړل شوې دي.

هغه زياته کړه: ((پرون مو هم د بلاک دو ساحه کې چې د فارم هډې اړوند ده، شپېته بېسوې ځمکه کې کرل شوی فصل اړولی چې د يو شخص له لوري کرل شوی و، دا ځمکه تر دعوا لاندې ده. نو موږ به دا ځمکه هم را ګرځوي، حاصلات مو د کانال مالدارۍ فارم ته ولېږل.))

نوموړي وويل، د مخکني والي حيات الله حيات له لوري په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ځانګړې پاملرنې پر بنسټ ځايي پاڅون کوونکو ته ځينې ځمکې په اجاره ورکړل شوې چې تر اوسه دغو اشخاصو د يادو ځمکو د اجارې پيسې نه دي تحويل کړې او لا هم په خپل سر د ځمکو کر کوي.

نوموړی وايي، اوس د کانال د تازه غصب مخه نيول شوې او هڅې يې ګړندۍ کړي چې د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو لړۍ پيل کړي.

هغه وويل، له کله راهيسې چې د کانال اداره خصوصي سکټور ته ورکړل شوې، په دې ادارې کې پراخ بدلونونه راغلي چې د چارو د سمون په موخه نږدې ورځو کې قراردادونه انلاين کېږي، د ټولو مامورينو حاضري بايومټريک شوې او په لومړي ځل يې د کانال لپاره کرنیزه پاليسي ترتيب کړې ده.

د نوموړی په وينا، دغه بدلونونه به د کانال پر پراختيا سربېره د عوايدو په ډېروالي او د کارونو په چټکتيا هم اغېز وکړي.

هغه وويل، د کانال د فارمونو ډېره برخه کې ونې په غلا وهل شوي او يا هم له منځه تللي، چې دوی به سږ کال د يو ميليون نوو نيالګيو په کېنولو سره دغه تشه تر ډيره ډکه کړي.

په همدې حال کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل چې په دغه کنفرانس کې يې برخه اخيستې وه، وويل، له تېرو دوو مياشتو راهيسې د کانال او په ټوله کې د دولتي ځمکو د غصب کلک مخنيوی شوی او يوه بېسوه ځمکه هم تازه نه ده غصب شوې.

والي زياته کړه، د ولسمشر قاطع امر دی چې ننګرهار کې د ټولو دولتي او په ځانګړي توګه د کانال د ځمکو د غصب مخنيوی دې وشي او عاملين دې يې مجازات شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه