کابل (پژواک، ۱۸ غویی ۹۸): عزت الله وایي چې اووه کلن زوی یې نږدې نهه میاشتې وړاندې تښتول شوی، په داسې حال کې چې تر اوسه د دغه ماشوم د ژوند او مړینې په اړه معلومات نشته، د تښتونې په تور یې کابو نهه میاشتې وړاندې درې کسان نیول شوي دي.
عزت الله چې د خپل اووه کلن زوی عتیق الله په فراق کې یې نهه میاشتې تېرې کړې دي، شکایت کوي چې د زوی ژوند او مړینه یې په داسې حال کې تر اوسه معلومه شوې نه ده چې تورنو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
نوموړي چې د کندوز ولایت د خان اباد ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی، خو اوس د کابل بګرامي ولسوالۍ په ګوسفنددره سیمه کې ژوند کوي، د روان کال د غويي په اوولسمه پژواک خبري اژانس ته وویل چې زوی یې نږدې نهه میاشتې وړاندې تښتول شوی دی.
هغه زیاته کړه چې له پاکستانه راستون شو او له هغه وروسته یې د کابل د ده سبز ولسوالۍ په تره خېلو کلي کې د ګلبهار په نوم د یوه کس کور کې ژوند کاوه.
د هغه د معلوماتو پر بنسټ، ګلبهار د تېر کال زمري میاشتې په ۲۱مه د نوموړي کور ته ورغلی او تښتول شوي ماشوم ( عتیق الله) ورته خواړه هم ور وړي وو.
عزت الله وویل چې له ډوډۍ خوړو وروسته ګلبهار له عتیق الله او د هغه بل زوی (راحت الله) غوښتنه کړې وه چې له هغه سره د انګورو باغ ته ولاړ شي؛ خو پلار يې د دغه کار مخنیوی وکړ او ویلي یې وو چې ماشومان باید د خلکو باغونو ته په تګ عادت نه شي.
هغه زیاته کړه کله چې پلار د یو کار ترسره کولو لپاره له مېلمستون څخه چېرته چې عتیق الله او راحت الله له ګلبهار سره ناست وو، د کور دننه ولاړ؛ نږدې لس دقیقې وروسته راحت الله کور ته تللی او ویلي یې وو چې ګلبهار عتیق الله له ځان سره باغ ته بوت.
عزت الله وویل چې نږدې یو ساعت وروسته کله چې د ګلبهار باغ ته ورغی، ویې لیدل چې عتیق الله او ګلبهار په باغ کې نه وو او وروسته د کورنۍ غړو باغونه او نور ځایونه هم ولټول، خو عتیق الله یې ونه موند.
د عتیق الله پلار زیاته کړه په هماغه ورځ کله چې د مازدیګر نږدې پنځه بجې له کاره کور ته ولاړ، د قضیې په تړاو خبر شو او ګلبهار ته یې زنګ وکړ؛ خو ګلبهار وویل چې هغه عتیق الله له ځان سره نه دی بیولی.
عزت الله وویل: ((د زوی له تښتونې درې شپې وروسته د شپې په درې بجو ورته زنګ راغی ویې ویل چې عتیق الله له هغه سره دی او د ۵۰ زور ډالرو په بدل کې یې خوشی کوي... یاد کس ځان معرفي نه کړ؛ خو ما له غږ څخه وپېژاند چې ګلبهار و.))
نوموړی چې د ماشین په واسطه ژورې څاه ګانې کني زیاته کړه چې اقتصادي ستونزې لري او د پنځوس زرو ډالرو د ورکړې وس یې نه درلود.
هغه یادونه وکړه چې د ماشوم د تښتونې په لومړۍ ورځ یې موضوع له پولیسو سره شریکه کړه؛ خو په هغې ورځ یې په عرض پاڼه کې د ګلبهار نوم نه و لیکلی.
د عتیق الله د پلار په وینا، ګلبهار به ظاهراً ویل چې په دې قضیه کې ورسره همکاري کوي او هغه (عزت الله) له دې امله چې ګلبهار تعقیب او د خپل زوی د اوسېدو ځای په اړه معلومات ترلاسه کړي، ګلبهار ته به یې نه ویل چې عتیق الله یې اختطاف کړی دی.
عزت الله زیاته کړه: ((ګلبهار ویل چې د عتیق الله اختطاف قضیې په اړه غواړي له یو کس سره خبرې وکړي، موږ ګلبهار ته یو موټرسایکل چې له لرې واټن څخه یې هارن فعالېږي، ګلبهار ته ورکړ څو کوم ځای ته چې غواړي لاړ شي او موږ یې تعقیب کړای شو.))
د عتیق الله پلار وویل، هغه او ځیني خپلوان یې ګلبهار تعقیباوه او د تېر کال سلواغې میاشتې په ۲۶مه یې د کابل ښار نولسمې ناحیې اړوند یوې خټینې کلا کې چې ګلهبار هلته ورغلی و، محاصره کړه، کله چې له لرې واټن څخه د موټرسایکل هارن په یاد کور کې فعال او غږ یې پورته شو، ډاډه شول چې ګلبهار په همدغه کور کې دی.
عزت الله وویل چې وروسته یې پولیس خبر کړل او پولیسو په همدغه کور کې ګلبهار په یو صوف کې چې د چرګانو تر خونې لاندې کيندل شوی و، ونیو، خو زوی یې (عتیق الله) په دې انګړ کې ونه موند.
عزت الله ولسمشرۍ ته په لیکل شوې عریضه کې چې په پای کې یې د کلي ځینو مشرانو ګوتې لګېدلې دي، کښلي: ((یاد کس (ګلبهار) د نوموړي د اووه کلن زوی (عتیق الله) د تښتونې پر جرم اعتراف کړی دی او په قضیه کې ښکېل یو شمېر جرمې ملګري یې هم په ګوته کړي چې محمد غالب د محمد نجیم زوی او ګلزاده د خانزاده زوی دي او د کابل د ده سبز ولسوالۍ له اړوند سیمې نیول شوي د هغوی نسبتي دوسیه د شرعي انفصال لپاره د دویمې محترمې حوزې لومړنۍ محکمې ته استول شوې او د ګلبهار د غلام عیسی زوی د محکومیت حکم یې کړی او تورن ګلبهار پر ۱۹ کاله تنفیذي حبس محکوم شوی دی.))
خو نوموړي کښلي چې د زوی د ژوند او مړینې په اړه یې لا هم معلومات نشته او کشفي او امنیتي ادارو په دې اړه د پام وړ اجراات نه دي کړي.
نوموړي په دې عریضه کې له ولسمشرۍ غوښتنه کړې چې په دې برخه کې کشفي، امنیتي ارګانونو او د ملي امنیت څارنوالۍ ته لارښوونه وکړئ څو اړین ګامونه پورته کړي.
د کابل ښار د دویمې حوزې د لومړۍ محکمې ریاست د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې د جرمونو دېوان د تېر کال لېندۍ میاشتې په شپاړسمه د قضیې اړوند ښکېلو غاړو په شتون کې حکم کړی دی.
د حکم اعتبار (نص): ((تاسو هر یو محمد غالب د محمد نعیم زوی او ګلزاده د خانزاده زوی د جزا کود له پنخمې مادې سره سم د انسان تښتونې د یوې قضیې په تړاو د ملزم کېدو د دلایلو نه شتون له امله برائت شوی او تاسو ګلبهار د غلام عیسی زوی د غلا په تور د جزا کود د پنځمې مادې پر بنسټ د الزامي دلایلو د نه شتون له کبله د برائت حکم مو په تړاو صادر شو او له ۱۹مې مادې سره سم په تروریستي جرم کې د ښکېلتیا له امله د توقیف نظارت له لومړۍ ورځې پر درې کاله تنفیذي حبس او د کوچني ماشوم عتیق الله د تښتونې په قضیه کې د لاس لرلو له امله د جزا کود د (۵۹۴ مادې) له حکم سره سم پر ۱۶ کلونو تنفیذي حبس محکوم شو؛ د جزا کود ۷۵مه ماده یو په بل پسې درباندې د تطبیق وړ ده، همداراز له سیمکارتونو سره د درې موبایلونو، دوه عدده دوه او څلور جي بي چیپونه د جزا کود د ۱۸۲یمې مادې له مخې د مصادرې وړ دي.))
خو له کورنیو او بهرنیو جرمونو سره د لویې څارنوالۍ مبارزې ریاست د ابتدائیه څارنوالۍ ریاست د قضیو د تعقیب لوی امریت د دغه حکم په تړاو لیکلي: ((د ۱۴مې مادې له حکم سره سم د کابل ښار د دویمې حوزې لومړنۍ محکمې د کورني او بهرني امنیت پر وړاندې جرمونو محترم دېوان د څارنوالۍ پرېکړه تر نظارت لاندې ونیوه، قضايي پلاوي، مجرم ګلبهار د تښتونې په قضیه کې پر ۱۶ کلونو تنفیذي حبس محکوم کړ چې د قناعت وړ دی، محمد غالب او ګلزاده د اختطاف په تور او تورن ګلبهار د غلا په تور او همداراز د یادو دوو کسانو د برائت حکم صادر شو او ګلبهار یې له تروریستي جرمونو سره د مبارزې قانون د ۱۹مې مادې له مخې مجازات کړ چې د لاندې دلایلو پر بنسټ د اعتراض وړ دی.))
د تورن غالب پر وړاندې د الزام دلایل:
۱- تورن ګلبهار د تحقیق پر مهال محمد غالب د خپل جرمي شریک په توګه معرفي کړی او ویلي یې دي چې عتیق الله د عزت الله زوی یې د نوموړي په لارښوونه او مشورې اختطاف او له تښتونې وروسته یې هغه ته تسلیم کړی دی چې د نوموړي د قلمداد پر بنسټ یاد تورن نیول شوی دی.
۲- فورم مقابله شو چې په قضیه کې د ښکېلو تورنو هر یوه ګلبهار او محمدغالب ترمنځ اجرا شوی دی، تورن ګلبهار د خپل مسوولیت منلو تر څنګ د عتیق الله د تښتونې په قضیه کې داسې شهادت ورکړی چې نوموړی یې د محمد غالب له لارښوونې سره سم باغچې ته بیولی او وروسته یې هغه ته سپارلی او هغه خپل جرمي شریک په ګوته کړی دی.
په قضیه کې د تورن ګلزاده، د خان زاده زوی پر وړاندې الزامي دلایل
۱- تورن ګلبهار د تحقیق پر مهال تورن ګلزاده خپل جرمي شریک معرفي کړی دی.
۲- عزت الله د تښتول شوي ماشوم پلار پر ګلزاده ادعا کوي چې نوموړي له تورن ګلبهار او تورن غالب سره د هغه زوی تښتولی دی.
د لګول شوو تورونو په اړه د قضیو د تعقیب یاد امریت د غلا او په ترهګرو ډلو کې د ګلبهار د غړیتوب په اړه دلایل وړاندې کړي دي.
سرچينې کښلي چې د کابل ښار د دویمې حوزې د کورني او بهرني امنیت د لومړنۍ محکمې جرمونو پر وړاندې دېوان د یادې پرېکړې له امله د قانون تطبیق کې په تېروتنه اعتراض وشو او دوسیه باید د زیات غور لپاره استیناف څارنوالۍ ته وسپارل شي.
د تښتول شوي ماشوم پلار عزت الله وویل: ((له موږ سره ظلم کېږي، څارنوالۍ مو امنیت ته استوي او امنیت دوباره څارنوالۍ ته، زه مې زوی غواړم، ولې حکومت زما زوی نه شي موندلی، ګلبهار اقرار کړی چې زما زوی یې غالب ته سپارلی او غالب خانزاده ته.))
نوموړي زیاته کړه چې د لومړنۍ محکمې پرېکړه نه مني؛ ځکه تر اوسه د هغه د زوی د ژوند او مرګ برخلیک معلوم نه دی او محکمه څرنګه په دې اړه پرېکړه کوي.
پژواک د دې قضیې له موظف څارنوال سره اړیکه ټینګه کړه؛ خو هغه وویل چې د څارنوالۍ له رسمي اجازې پرته په دې اړه معلومات نه شي ورکولی.
همداراز پژواک د لویې څارنوالۍ له ویاند جمشید رسولي سره هم اړیکه ټینګه کړه او هغه وویل چې په دې اړه له موظف څارنوال سره د غرمې له یوې بجې وروسته خبرې کوي خو له هغه وروسته تر اوسه (د ماسپښین دوه بجې) له نوموړي سره اړیکه ټینګه نه شوه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










