کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۹۸): ترانسپورټ وزارت د ۱،۹ میلیارد افغانیو په لګښت په تخار کې د ۵۰ کیلومتره سړک د جوړولو او له میدان وردګو تر غزني د څلوېښت کیلومتره سړک د بیارغولو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.
د یادو پروژو هوکړه لیکونه نن د ترانسپورټ وزارت د مسوولینو او د «اوزدیمیر» او «اسلام تریدنګ» خصوصي ساختماني شرکتونو د استازو ترمنځ په کابل کې لاسلیک شول.
د ترانسپورټ وزارت سرپرست یما یاري د یادو هوکړه لیکونو د لاسلیک پر مهال وویل، د تخار ولایت له ینګي کلا ولسوالۍ څخه تر چاه اب ولسوالۍ د شاوخوا ۲۷ کیلومتره سړک جوړول او ددغه ولایت له خواجه بهاء الدین ولسوالۍ څخه د ای خانم بندر تر مسیره د ۲۲،۷ کیلومتره سړک جوړول شامل دي.
نوموړي وویل، له یادو سړکونو په مستقیم ډول ۱۹۵ زره کسان ګټمن کېږي.
د هغه په خبره، د یادو سړکونو د جوړېدو یو میلیارد او ۵۵۸ میلیون افغانۍ لګښت د دولت له بودیجې ورکول کېږي.
دغه راز نوموړي وویل، د کابل ــ کندهار پر لویه لار د میدان وردګو ولایت د سید اباد ولسوالۍ څخه تر غزني ولایته د ۳۰۱ میلیون افغانیو په لګښت د ۴۰ کیلومتره سړک د بیا رغونې او مراقبت دویم قرارداد دی چې نن لاسلیک شو.
نوموړي زیاته کړه، د پروژې چارې په یوه کال کې بشپړېږي او لګښت یې د اسیا پراختیايي بانګ له خوا ورکول کېږي.
په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازي عبدالکبیر مرزبان د یادو پروژو د قراردادونو پر لاسلیکېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: ((موږ له دولت او خصوصي شریکانو سره ددغه ډول پروژو د عملي کېدو په برخه کې د هر ډول همکارۍ ژمنه کوو.))
نوموړي له قراردادي شرکتونو وغوښتل چې دغو پروژو چارې په ټاکلي وخت د شرط پاڼې په معیارونو برابر بشپړې کړي.
د ساختماني شرکتونو استازو ژمنه وکړه چې یادې پروژې د قرارداد مطابق په ټاکلي وخت کې بشپړوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن