کندهار (پژواک، ۲۶ غویی ۹۸): د کندهار والي وايي، په دغه ولایت کې د پوهنې بهیر له ستونزو سره مخ دی او د خلکو له نظارت او څارنې پرته په کې اصلاحات نه شي راتلای.
حیات الله حیات دغه څرګندونې د ولایت مقام د غازي امان الله خان په تالار کې د پوهنې د بهیر پر سونزو د بحث او حل لارو موندلو په اړه جوړې شوې غونډې ته وکړې.
په دې غونډه کې د کندهار ښار او ولسوالیو اړوند د پوهنې مسوولینو، کارکوونکو، ښوونکو، مخورو، دیني عالمانو، مېرمنو او نورو برخه اخیستې وه.
هغه زیاته کړه، د ولایت په کچه د پوهنې د بهیر درې بنسټیزې پايې ولایت مقام، د پوهنې ریاست او ولس دي؛ که یو لوری هم خپله دنده سمه ترسره نه کړي، نو خدمات نه شي وړاندې کېدای.
ده له خلکو وغوښتل چې په نننۍ غونډه کې د پوهنې د بهیر پر ستونزو خبرې وکړي څو په ګډه یې حل لارې ولټول شي.
هغه د پوهنې په بهیر کې فساد، ستونزو او نورو نیمګړتیاوو ته په پام وویل، ځینې داسې ولسوالۍ شته چې پر یوه زده کوونکي ۱۷ زره ډالر لګښت راغلی خو ولې بیا هم پایله صفر ده.
ده وویل، په کندهار کې ټولټال ۳۳۲زره ۶ سوه او ۱۷ زده کوونکي زده کړې کوي چې کندهار ته د ورته ولایتونو لکه ننګرهار، هرات او مزار په پرتله ۵۰ سلنه کم دي.
هغه دغه راز یادونه وکړه چې د کندهار د ۱۷ ولسوالیو له ډلې په پنځو ولسوالیو کې ښوونځی نشته چې په هېواد کې یې بل ځای مثال نه لیدل کېږي.
دغه راز ده دا هم وویل چې هر کال له کندهاره ډېر کم محصلین د کانکور په ازموینه کې برخه اخلي.
والي د ننګرهار ولایت بېلګه وړاندې کړه چې د ټولو ښوونځیو شمېر په کې له نهه سوه تر ۹۵۰ پورې رسېږي خو په کندهار کې ټول ښوونځي ۵۸۶ دي چې ۴۷۶ فعال او پاتې ۱۱۰ یې د بېلابېلو لاملونو له امله تړلي پاتې دي.
حيات وايي، هغه څېړنې چې دوی د کندهار د پوهنې په اړه کړې، دوه ډوله ستونزې شته چې یو ډول یې کورنۍ او بل ډول یې بهرنۍ دي.
د ده په خبره، په داخلي ستونزو کې د کتابونو، ودانیو، کم تشکیل، د مسلکي ښوونکو نشتوالی او نور راځي او په بهرنیو ستونزو کې نا امنۍ، د زورواکو مداخلې، د ولسي همکارۍ نشتوالی، غربت، د پوهاوي ټيټه کچه او نور شامل دي.
خو ده وویل چې په نننۍ غونډه کې به پر دغو موضوعاتو بحث وشي، حل لارې په په ګوته شي او بیا به د هماغو پرېکړو د عملي کېدو لپاره په جدیت کار کوي.
غونډې ته د کندهار ولایتي شورا یو شمېر غړو، د کندهار پوهنتون رییس او نورو هم ویناوې وکړې او د پوهنې په بهیر کې شته ستونزې او حل لارې یې په ګوته کړې.
له ویناوو وروسته د پوهنتون د استادانو په مشرۍ د ټولو ګډونوالو ترمنځ لس کاري ګروپونه وټاکل شول چې پر ستونزو یې بحثونه وکړل او حل لارې یې په ګوته کړې.
دغو ګروپونو د پوهنې په ریاست کې فساد، د پوهنې په چارو کې د قومي مشرانو لاسوهنې، اهل کسانو ته د کار نه سپارل، د ګومارنې په پروسه کې نه روڼتیا، د مسلکي ښوونکو کمښت، د شخصي او سیاسي ګټو لپاره له زده کوونکو کار اخیستنه، ناقانونه مقررۍ او نور هغه ستونزې یادې کړې چې د پوهنې بهیر پر وړاندې خنډ دي چې دوی یې ورته د حل په موخه نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل.
تر بحثونو او نظرونو وروسته د کندهار والي ډاډ ورکړ چې چا ته اجازه نه ورکوي، د پوهنې په چارو کې مداخله وکړي او د پوهنې د بهیر د اصلاح لپاره به په ټول توان کار کوي.
بلخوا د کندهار ولایت اوسېدونکي د پوهنې له اوسني بهیره ناخوښ دي او وايي، کلونه کېږي چې د اصلاحاتو او معیار د لوړېدو خبرې کېږي خو تر اوسه هېڅ هم نه دي شوي.
د غورک ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر عبدالغفور پژواک اژانس ته وویل، پنځه کاله کېږي چې په دې ولسوالۍ کې ښوونځي تړلي او ماشومان له زده کړو بې برخې دي.
هغه زیاته کړه، چارواکي باید د پوهنې په برخه کې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو حق ورکړي.
د عبدالسلام په نوم د کندهار ښار یوه اوسېدونکی بیا وايي، په کندهار کې له سره معارف نشته نو اصلاحات به په څه کې راوستل شي.
د کندهار ښار بل اوسېدونکی شمس کامران وايي، له بده مرغه په دغه ولایت کې د پوهنې بهیر د پراخ فساد ښکار دی.
هغه پژواک ته وویل، په دغه ولایت کې خیالي ښوونځي شته چې معاشونه یې ایستل کېږي او شخصي جېبونو ته، یوازې د پوهنې د رییس په لیرې کېدو نه کېږي، ځکه ټولو زورواکو خپل کسان په بېلابېلو برخو کې دننه کړي دي.
نوموړی پر دې باور دی چې د کندهار په معارف کې د اصلاحاتو راوستو په برخه کې باید ان خپله ولسمشر مداخله وکړي؛ ځکه ډېرو والیانو او نورو چارواکو د اصلاحاتو راوستو هڅې وکړي خو پاتې راغلل.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










