کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۹۸): پوليسو په کابل، ننګرهار او خوست کې هغه ۸۸ کسان نيولي چې تېره شپه يې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرکټ بريا په خوښۍ کې هوايي ډزې وکړې او لس کسان په کې ټپيان شول.
تېره شپه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړيوال جام په يوه تمريناتي لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه. دغه لوبه د انګلستان په برسټول ښار کې ترسره شوه.
له يادې بريا وروسته يو شمېر کسانو د هېواد په پلازمېنه کابل او ځينو ولايتونو کې د خوښۍ په موخه هوايي ډزې وکړې، خو په ځينو سيمو کې خلکو د خوښۍ اتڼونه وکړل.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کابل پوليسو د يادو ډزو په تړاو په کابل کې ۴۳ تنه، ننګرهار کې ۳۱ تنه او خوست کې ۱۴ تنه نيولي او قانوني چلند به وشي.
ده وويل چې په کابل ښار کې ۳۰ بېلابېل ډول وسلې هم له دغو کسان نيولې دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند وايي، د تېرې شپې په هوايي ډزو کې شپږ کسان په کابل، درې په ننګرهار او يو په خوست کې ټپيان شوي دي.
خو د عامې روغتيا وزارت وايي، تر دې دمه يواځې په جلال اباد ښار کې د تېرې شپې هوايي ډزو له امله درې ټپيان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
همداراز د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياني وايي، د دغو درېيو تنو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










