منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۵ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د هرات – نوي ډيلي هوايي دهلېز په نمایشي ډول پرانیستل شوی”

· ۳ دقیقې لوستل · ۵۹ کتنې

هرات (پژواک، ۴غبرګولی ۹۸): د هرات سوداګرۍ او صنایعو خونه د هرات هوایي دهلېز ناکاره بولي او وايي چې تر اوسه سوداګرو له دې دهلېز څخه په اساسي ډول استفاده نه ده کړې.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکو دغه راز ویلي دي چې دا دهلېز نږدې درې میاشتې وړاندې پرانیستل شو، تر دې دمه یواځې یو ټن سوداګریز توکي په نمایشي ډول له دې دهلېز څخه هند ته صادر شوي دي.

د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر سعد خطیبي د هرات – ډیلي هوايي دهلېز په ناکاره بللو سره وویل چې د دې دهلېز له لارې د سوداګرو هيلې نه دې ترسره شوي.

نوموړي زیاته کړه، هرات د سوداګریزو توکو د صادراتو له اړخه لوړ ظرفیت لري او حکومت غواړي چې د هرات – نوي ډیلې له هوايي دهلېز څخه د استفادې شرایط برابر کړي.

هغه وویل: ((تر اوسه له هوايي ډګر څخه کارګو نه ده صادر شوې، تر اوسه موږ په دې نه یو توانېدلي څو په لوړ ظرفیت له ۶۰ تر ٨۰ ټنه توکي د الوتکي له لارې ولېږدوو؛ موږ د هرات له هوايي ډګر څخه یو ټن سوداګریز توکي صادر کړي چې موږ ته سرخوږی دی او د صادراتو له برخې سره هېڅ راز مرسته نه شي کولی.))

په هرات کې د کورنیو تولیداتو صادروونکي سیدمحمد وویل: ((زموږ اصلي ستونزه نړیوالو بازارونو ته صادرات دي او موږ خوشحاله وو چې د هرات – ډیلي هوايي دهلېز په پرانیستلو سره به زموږ دا ستونزه هواره شي، خو له بده مرغه تراوسه نه یو توانېدلي چې له دې دهلېز څخه ګټه پورته کړو.))

د هرات ولایتي شورا غړي نوراحمد حیدري د هرات – نوي ډيلي هوايي دهلېز په ناکاره والي د نیوکې ترڅنګ وویل: ((د هرات – نوي ډهلي هوايي دهلېز په سمه توګه نه دى پرانیستل شوی او په دې برخه کې عملي کارونه نه تر سترګو کېږي؛ په داسې حال کې چې دا دهلېز د هرات اوسېدونکو لپاره زیات ګټور دی او باید دولت زیاته پاملرنه ورته ور واړوي او کله چې یو پروګرام پرانیستل کېږي، نو باید ټول اړخونه یې په پام کې ونیول شي.))

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد هم د هرات – نوي ډيلي هوايي دهلېز له لارې د توکو صادرولو پر وړاندې ننګونې رد نه کړې؛ خو ویې ویل چې دا ننګونې څېړل شوي او د لرې کولو لپاره به یې هڅې وشي.

هغه وویل: ((په معمولي ډول ځینې پروژې چې د اجرا په حالت کې وي، څه ناڅه ستونزو سره مخامخ وي او دا ستونزې همېشنۍ نه وي، موږ په جدي ډول هڅه کوو څو دا ننګونې ډېر ژر لرې کړو او په دې تړاو له مرکزې چارواکو سره خبرې روانې دي، که په دې برخه کې جدي ستونزه وي، له منځه به یوړل شي.))

د هرات – نوي ډیلي هوايي دهلېز په پرانیستې سره د هرات سوداګر هیله من وو چې کورني تولیدات او زراعتي محصولات له هېواد څخه بهر صادر کړي او اوس له مرکزي چارواکو غواړي څو د هرات – نوي ډیلي هوايي دهلېز پر وړاندې ننګونې لرې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد