منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۴ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مولوي ريحان په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۴۲ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۴ غبرګولی ۹۸): د ننګرهار د ملي امنيت رييس وايي، د پاکستان استخباراتي اداره (ISI) دې په افغانستان کې د خپلو دسيسو خوبونه نه ويني او د مولوي ريحان په څېر د ديني عالمانو د وژلو له لارې خپلو دغو شومو موخو ته نه شي رسېدلی.

د ننګرهار د ملي امنيت رييس بريد جنرال نظر علي واحدي دا څرګندونې د غبرګولي په ۴مه په جلال اباد ښار کې د هېواد د ستر ديني عالم مولوي سميع الله ريحان د جنازې په مراسمو کې وکړې.

دين عالم او په شمشاد ټلوېزيون کې د ديني خپرونو کارکوونکي مولوي سميع الله ريحان پرون د جمعې لمانځه پر مهال د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند د التقوا په جومات کې په چاودنه کې ووژل شو او ١٦ نور کسان ټپيان شول.

د هغه د جنازې په مراسمو کې چې د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کې ترسره شوه، نږدې دوه زره ديني عالمانو، قومي مشرانو، دولتي چارواکو، عامو خلکو او د مولوي ريحان مينه والو په کې برخه اخيستې وه.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، د مولوي ريحان وژل کېدل د منبر له لارې د امنيتي سرتېرو او هېواد د ملاتړ د غږ چوپ کولو په موخه شوي خو اوس د مولوي ريحان په څېر سلګونه ديني عالمان د ملي امنيتي سرتېرو او حکومت ملاتړي پيدا شوي دي.

نوموړی وايي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې ټول ديني عالمان په يوه خوله په هېواد کې روانه جګړه نا روا او د پرديو د ګټو په خاطر وبولي او له خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي.

د ننګرهار د ملي امنيت رييس بريد جنرال نظر علي واحدي په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ چې د هېواد ملي امنيتي ځواکونه به د مولوي ريحان د وژلو عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته به يې وسپاري.

هغه زياته کړه، دغه راز به له دې وروسته د ديني عالمانو په امنيت ساتلو کې له پخوا خپلې هڅې زياتې کړي.

واحدي وايي، د پاکستان استختباراتي اداره  (ISI) د مولوي ريحان په وژلو په هېواد کې خپلو شومو موخو ته نه شي رسېدلی او دلته د ګډوډۍ خوبونه دې نور نه ويني.

نوموړي وويل: ((په ممبر کې، په جومات کې انفجار او انتحار د اسلام لپاره جهاد نه دی، د پاکستان لپاره جهاد دی، دا فتواوې له اسلام نه، بلکې له اسلام اباده راپورته کېږي.))

ديني عالمان د نوموړي وژنه غير اسلامي او غير انساني کار ګڼي او وايي، د روژې په مبارکه مياشت کې د جمعې په ورځ او په منبر کې د نوموړي وژنه ستر شهادت دی.

ديني عالم مولوي محمد صادق وايي، د عالم مرګ د ټول عالميت مرګ دی او بهرني هېوادونه غواړي چې د ديني عالمانو په وژلو په هېواد کې د اسلام غږ بند کړي.

د مولوي ريحان ورور مدير زلمي پژواک ته وويل چې نوموړی ۳۸ کلن و، يوه مېرمن او پنځه اولادونه يې درلودل او په ديني علومو کې يې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې کړې وې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور