Language

سترې محکمې سه شنبه کوچنی اختر اعلان کړ

کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۹۸) :  دافغانستان سترې محکمې اعلان وکړ، چې سه شنبه د نیکمرغه کوچني اختر ورځ ده.

دسترې محکمې لخوا د غبرګولی په ۱۲مه د شپې ناوخته اعلان وشو، چې د سعودي سترې محکمې د شهادتونو په اساس سبا سه شنبه د کوچني اختر ورځ اعلان کړی دی.

بلخوا له ارګ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم سه شنبه د اختر اعلان شوی او ویل شوي، چې ولسمشر به په ارګ کې د نیکمرغه کوچني اختر لمونځ کوی.

د  پژواک اداره ټولو هیوادوالو ته د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي وایي.

login or register a new account.