منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۰ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“افغان حکومت د ۸،۷ میلیارده ډالرو پانګونې امکان سنجونه بشپړه کړې”

· ۳ دقیقې لوستل · ۴۸ کتنې

 کابل (پژواک، ١٩ غبرګولی ٩٨): د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د هغې ۸،۷ میلیارده ډالرو پانګونې د کڅوړې لومړنۍ امکان سنجونه یې بشپړه کړې چې هېواد ځان بساینې ته رسوي.

د مالیې وزارت سرپرست او په بنسټیزو چارو کې د ولسمشرۍ ریاست سلاکار محمد همایون قیومي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل: ((افغان حکومت پر ملاتړ کوونکو د تکیه کولو د کموالي، له بې وزلۍ سره د مبارزې او تل پاتې اقتصادي ودې د پراختیا لپاره د اقتصادي ځان بساینې د پالیسۍ او مالي پانګونې کڅوړه ترتیب کړې ده.))

دده په خبره، په تېرو اوو میاشتو کې د حکومت له خوا ترسره شوې امکان سنجونه ۶۶ سلنه د کرنې، ۱۵ سلنه د لمریزې برېښنا د تولید او ۱۹ سلنه د ښارجوړونې په برخه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، د ټولې پانګې ۵،۸ میلیار د ډالر (۶۷ سلنه) به حکومت پانګونه وکړي او پاتې ۳۳ سلنه د خصوصي سکتور برخه ده.

د مالیې وزارت د سرپرست په خبره،  د یادې بستې د تطبیق موده نهه کاله ده او د دولت شاوخوا ۸۰ سلنه پانګونه به په لومړیو پنځو کلونو کې ترسره شي.

نوموړي روښانه کړه، ددې بستې بریالی تطبیق به شاوخوا ۱.۵ میلیون کاري بوختیاوې رامنځته کړي او د راتلونکو پنځو کلونو په جریان کې به هر کال په منځنۍ توګه ۲.۶۵ سلنه د داخلي ناخالص تولید د پراختیا په برخه مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه، دولت په پام کې لري چې د عامه او خصوصي ګډون له پروګرام څخه په استفاده لویې ملي پروژې تطبیق کړي.

دغه راز نوموړي وویل، د ۶۰ میلیون امریکايي ډالرو په پانګونه د کابل د جمهوریت او جناح روغتونونو د پروژو، د کابل په ابن سینا او جناح روغتونونو کې د اووه میلیون امریکايي ډالرو په پانګونه د تشخیصي ماشیونونو د نصب، د ۵۷۰ میلیون ډالرو په پانګونې د ۲۲۶ میګا واټه برېښنا په ظرفیت د باغدارۍ د برېښنا بند، د ۳۵۰ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د ۱۸۰ میګاواټه په ظرفیت د سروبي دويم د برېښنا بند، د ۳۵ میلیون امریکايي ډالرو په پانګونه د ننګرهار ولایت په شاهي حصار کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژه،  د۳۵ میلیون امریکايي ډالرو په پانګونه په هرات ولایت کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید د پروژې د امکان سنجونې څېړنې بشپړې او د پانګونې لپاره داوطلبۍ ته وړاندې کېږي.

هغه زیاته کړه، په دې پروژو ټوليزه پانګونه ۱.۱ میلیارده امریکايي ډالرو ته رسېږي.

 د مالیې وزارت سرپرست وویل، د یو شمېر نورو پروژو د امکان سنجونې څېړنې هم تر کار لاندې دي او تر وروستي کېدو وروسته به د منظورۍ لپاره د اقتصادي عالي شورا ته وړاندې او ورپسې به داوطبۍ ته ورکړل شي.

دده په خبره، افغان حکومت ددغو پروژو د تطبیق لپاره له یو شمېر نړیوالو بانکونو سره خبرې کړې څو وکولای شي د اړتیا وړ پیسې ترلاسه کړي.

قیومي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې تر اوسه څو ځله خصوصي سکتور ته د ځینو روغتونونو د سپارلو په اړه خبرې شوې، خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی وویل: ((هو، دا موضوع څو ځله اعلان شوې خو ستونزه داوه چې موږ سمې نه وې پلان کړې، له همدې امله مو تر اوسه دغه کار نه دی عملي کړی خو اوس موږ دقیقې ارزونې لرو او حتمن عملي کېږي.))

نوموړي په دې ناسته کې له افغانستان سره د ناټو او وجهي صندوق د اوږدمهالې ژمنې په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، افغانستان تر ۲۰۲۴ میلادي کاله د نړیوالې ټولنې ژمنې لري.

هغه وویل، ناټو د کوچني اختر په لومړۍ ورځ د بروکسل په ناسته کې په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې د پرمختګونو هرکلی وکړ او تر ۲۰۲۴ کاله یې له افغانستان سره پر اوږدمهاله ژمنې ټينګار وکړ.

د افغانستان د مالیې وزارت د معلوماتو په اساس، ناټو هر کال له افغانستان سره پنځه میلیون ډالر مرسته کوي  او پر همدې ژمنه یې ټینګار کړی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد