اسعد اباد (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۹۸): د کونړ سيند کلنۍ مشاعره د سلګونه شاعرانو او شعر مينه والو په موجوديت کې ترسره شوه.
دا مشاعره چې هر کال د پسرلي په موسم کې د کونړ په سيند کې د اوبو له ډيروالي سره سم تر سره کېږي، دا کال هم د غبرګولي په ۲۱مه د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په کوربه توب جوړه شوې وه چې له شاعرانو سربېره يې د شعر سلګونه مينه وال ګډونوال وو.
په مشاعره کې د شاعرانو او د شعر پر مينه والو سربېره د کونړ ولايت چارواکو هم برخه اخيستې وه او د شاعرانو د تشويقولو ترڅنګ يې ويناوې هم وکړې.
د کونړ والي عبدالستار ميرزکوال وويل، شاعران او ليکوالان په ټولنه کې د علم او ادب خاوندان دي او هغه څوک يې ياد کړل چې په خبره يې په خپله نرمه او خوږه ژبه ټولنې ته د یووالي، سولې، پرمختګ او ښوونیزه روحیه ورکوي.
نوموړي زياته کړه، اوسمهال په هېواد کې تر بل هر څه سولې ته ډېره اړتيا ده او پر شاعرانو يې غږ وکړ چې د خپلو شعرونو ډېره برخه کې د جګړې زيانونو او سولې ګټې پيغام خلکو ته وړاندې کړي.
هغه وويل، د کونړ سيند د مهارولو او دغه راز د دغه سيند تر غاړو د خلکو د ځمکو د ژغورلو لپاره يې هم پلان جوړ کړی چې سږکال به هم په زياته پيمانه د نرنګ او نورګل ولسواليو ترمنځ د سند پر غاړې د لويو استنادي ديوالونو په جوړېدو سلګونه جريبه ځمکه وژغورل شي.
د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس جنت ګل فدا بیا شاعرانو او د شعر مینوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له شاعرانو هیله وکړه، چې د کونړ مست او یاغي سیند ته شعرونه ووايي.
د کونړ سيند د نننۍ مشاعرې په اړه په ټولنيزو چارو کې د ولسمشر سلاکار لعل پاچا ازمون وويل چې د کونړ سيند مشاعره يو له هغو مشاعرو ده چې تر ډېره په کې ادب پالل کېږي او ګډونوال يې د ذوق خاوندان دي.
نوموړي دغه ډول پروګرامونه د فرهنګ د بډاینې لپاره ګټور یاد کړل او د کونړ ولایت له فرهنګیانو يې غوښتنه وکړه چې په کونړ ولایت کې مشاعرو، ادبي ناستو او نورو ورته پروګرامونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
له ویناوو وروسته د شعر او ترنم لړۍ پیل شوه چې ډېرو شاعرانو په کې کونړ یاغي سیند ته شعرونه لیکلي و، په خوږه او نرمو لهجو يې د شعر په ژبه له چارواکو وغوښتل چې د کونړ سیند مهار او د برېښنا بندونه پرې جوړ کړي.
په شعرونو کې تر ډېره د کونړ سيند ياد شوی و؛ خو له جګړې فرياد، د سولې غوښتنه او په هېواد کې د روانو ناخوالو خلاف غږونه هم په کې بدرګه کېدل .
د يادونې ده چې په يو شمېر ولايتونو کې په بېلابېلو نومونو کلنۍ دوديزې مشاعرې ترسره کيږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










