کابل (پژواک،٢٣غبرګولى ٩٨) : په میدان وردګو کې د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په ویاړ د غازي محمد جانخان وردګ د سرښندنو، کارنامو، اتلولیو او جنګي تکتیکونو په اړه يو ورځنى علمي سیمینار جوړ شو.
د ميدان وردګو ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره د غبرګولي په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه سیمینار کې چې د غبرګولي په ٢٢مه په ميدان ښار کې د غازي کريم خان په تالار کې تر سره شو، د میدان وردګو والي، د ولايتي شورا رييس او غړو، د ملکي ادارو رییسانو، ولسوالانو، قومي، جهادي مشرانو، لیکوالانو، فرهنګیانو، څېړونکو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون کړی وو.
د ميدان وردګو والي جنرال مظفرالدین یمین سيمينار ته وويل چې غازي محمد جانخان د امير شېرعلي خان د وخت یو مسلکي جنرال و، چې د هېواد له ټولو قومونو سره یې په خپل وخت کې ښې اړیکې درلودې، په پوره مېړانه، افغاني غرور یې د انګریزانو د دويم یرغل په مقابل کې جهاد کړی.
برسېره پردې یمین د وردګو د ټولنیزې شورا د مشر ډاکټر ضیاالدین کمال له هڅو مننه وکړه چې د غازي محمد جانخان د نوم ژوندي ساتلو د حقه حقونو د تر لاسه کولو لپاره یې تر سره کوي.
د ميدان وردګو د اطلاعات او فرهنګ رییس محمد اورنګ مختار د دغه سیمینار په اړه د اطلاعات او فرهنګ وزیرې حسینې ساپۍ پیغام ولوست چې په يوه برخه کې يې د ازادۍ د لارې د ستر اتل په سیمينار جوړولو خوښي ښودلې وه .
همدا راز د ميدان وردګو د ولایتي شورا رییس الحاج اختر محمد طاهري د خلکو په استازیتوب د غازي محمد جانخان په ژوند، کارنامو او فتوحاتو رڼا واچوله.
د یاد سیمینار په دويمه برخه کې لیکوالانو انجنیر محمد عارف رسولي، محمد زبیر شفیقي، انجنیر سیدالرحیم ستار، ګل اغا احمدي او استاد ګل رحمان رحماني خپلې څړنیزې او علمي مقالې ولوستې.
مقاله لیکونکو د غازي محمد جانخان د ژوند بېلا بېلو اړخونه وڅېړل او د هغه په سیاست، پوځي نظم، ولسي تړون، سیاسي تقدس، سرښندنو، اړیکو او له هغه سره په تاریخي جفاوو خبرې وکړې.
په ورته وخت کې قومي مشرانو له ولسمشر څخه د غازي محمد جانخان په نامه د دولتي مډال، له دولتي بوديجې څخه دنوموړي د مقبرې جوړولو، په ارګ کې د ده په اتلولیو د علمي سیمینار، حیرتان بندر درې لارې د غازي محمد جانخان په نوم نومول او یو نظامي پوهنتون د غازي محمد جان خان په نوم نومولو غوښتنه وکړه .
غازي محمد جان خان د ميدان وردګو ولايت د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکى و، که څه هم د هغه د زېــږېدو کره نېټه نه ده معلومه، خو ويل کېږي چې نوموړى په ١٨٣٥ زېږديز کال کې زېږېدلى او په ١٨٨٠مه لسيزه کې وفات شوى دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










