کابل (پژواک، ٢٥غبرګولى ٩٨): په کابل کې د پژواک خبري اژانس د رييس دانش کړوخېل د دوه کتابونو (انساني قاچاق او مسلکي خبريالي ) مخکتنه وشوه.
د مخکتنې دغه پروګرام چې په کابل کې د المان د کنراد اديناور نړيوال بنسټ او پژواک اژانس ادارې لخوا جوړ شوى و، د هېواد ګڼ شمېر مشهورو علمي څېرو، ليکوالانو، ژورنالېستانو، د ولسي جرګې غړو، چارواکو او د کتاب مينه والو په کې ګډون کړى وو.
ددغه پروګرام په پيل کې د کنراد اديناور نړيوال بنسټ مسوولې ډاکټرې ايلې نور ذينو (Ellinor.Zeino) د دې پروګرام د پېژندنې، يادو دوه کتابونو او د دانش کړوخېل د ليکوالۍ په اړه لنډه وينا وکړه.
نوموړې وويل، خوښه ده چې بنسټ يې د دانش د دوه مهمو کتابونو د مخکتنې کوربه توب کوي او دغه دواړه کتابونه د ژورنالېستانو او ليکوالانو لپاره د زده کړې په موخه اړين معاصر معلومات لري.
د هغې په خبره چې د دغو کتابونو مطالعه د ژورنالېستانو او ليکوالانو ترڅنګ د نظر خاوندانو ته اړينه ده.
بيا د پژواک اژانس رييس دانش کړوخېل د مخکتنې پروګرام ته راغليو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنک له ياد الماني بنسټ څخه مننه وکړه چې د دغو کتابونو چاپ او د مخکتنې غونډې لګښت ته يې په ورين تندي اوږه ورکړه. وروسته هغه د خپلو کتابونو د ليکلو او چاپ د اړتيا په اړه خبرې وکړې.
نوموړي وويل، تاسو ته بهتره معلومه ده چې افغانستان له تېرو څو لسیزو د پردۍ جګړې په اور کې سوځي؛ دې جګړې زموږ خلک نه یوازې دا چې له پرمختګه شا ته پرېښودل، بلکې نورې ډېرې بدمرغۍ یې هم وزېږولې، ټولنه مو له اخلاقي، علمي او اقتصادي اړخه معیوبه او زیانمنه شوه، د ترحم او عاطفې ځای ظلم او بربریت ونیود، د روا او ناروا تفکیک له منځه ولاړ او بالاخره ټول انساني او اسلامي ارزښتونه مو تالا ترغې شول.
دانش زياته کړه : (( له یادو بدمرغیو یو اغېزمن زه هم یم او هغه وخت لا ډېر ترې متاثره شوم چې پژواک خبري اژانس د انساني قاچاق په اړه یوه څېړنیزه پروژه تر کار لاندې ونیوه، د دې پروژې له مخې په ټولنه کې شته ډېر داسې مسایل او نادودې راپور شوې چې په لیدو او اورېدو مې یې د وجود غني زېږه کېدل، دغه حالت اړ کړم او اړتیا مې ولیده چې د انساني قاچاق تر عنوان لاندې یو کتاب ولیکم او ترتیب کړم، څو هغه خلک چې ناخبره دي او یا هم په دې اړه معلوماتو ته لاسرسی نه لري، هم وپوهېږي.))
دغه راز هغه وويل چې د مسلکي خبریالي په نوم زما بل کتاب دی؛ د ژورنالېزم په برخه کې خپلې شل کلنې مسلکي تجربې دې ته وهڅولم چې د ژورنالېزم منل شوو معيارونو ته په پام، له ژورنالېستانو سره په مسلکي چارو کې د مرستې په موخه دغه کتاب چمتو کړم.
زما دغه کتاب دویم وار له نوو زياتونو سره چاپ شوی؛ په دغه کتاب کې چې ۱۸ څپرکي لري، د شخړو په اړه راپور ورکول، د جنسيت له مخې حساس راپور ورکول، د ژورنالېستانو خونديتوب او اطلاعاتو ته لاسرسی نوي څپرکي زیات شوي دي او دغه راز زما د مسلکي ژوند د تجربو تر څنګ د ژورنالېزم په روزنيزو پروګرامونو کې له هغو لېکچرونو هم کار اخيستل شوى چې ما خپله ترتیب کړي او هغو مهمو مسايلو ته هم په کې ځاى ورکړل شوى چې د پژواک ايډېټرانو په کاري غونډو کې پرې تر بحثونو وروسته هوکړه کړې ده.
کړوخېل د کتابونو د ارزښت او مهم والي ترڅنګ په تېرو ١٨کلونو کې د رسنيو په ارزښت او اغېز هم خبرې وکړې او د هغو د لا پياوړتيا غوښتونکى شو.
بيا د ولسمشر سلاکار اوپه ايران کې د افغانستان سفير او نوموتي ليکوال عبدالغفور لېوال د انساني قاچاق کتاب په اړه علمي بحث وکړ.
هغه فقر، بې کاري، د قاچاق په اړه د معلوماتو نه شتون، د بهرنيو هېوادونو دسيسې او يو شمېر نورو عوامل ته اشاره وکړه چې د انساني قاچاق د شومې پديدې لامل کيږي او زموږ هېوادوال يې ان د مرګ له خطر سره مخ کړي.
دغه راز د علومو اکاډمي غړي او تلي څېړونکي او ليکوال حبيب الله رفيع د مسلکي خبريالي کتاب په منځپانګې، اړتيا او مهم والي په اړه اوږدې خبرې وکړې او دغه کتاب يې د معاصر ژورناليزم په برخه کې يو ارزښتمن ګام ياد کړ.
بيا ورپسې، د ولسمشر سلاکارې ملالۍ شينوارې، د کليد ګروپ مسوولې نجيبې ايوبي، د ويسا ورځپاڼې مسوول مديرزبير شفيقي ، د روڼتيا څار بنسټ مشر سید اکرام افضلي او مدني فعال مشتاق رحيم د دواړو کتابونو د بېلابېلو برخو په اړه اوږدې خبرې وکړې.
دغه راز مشهور ليکوال استاد نجيب منلي د ياد پروګرام ارزونه وکړه او د ويناوالو ځينو مهمو ټکو ته يې د اشارې ترڅنګ وړانديز وکړ چې په پښتو ژبه کې د دغه ډول مهمو موضوعاتو په اړه بايد ډېر کتابونه په ښه کيفيت سره وليکل شي چې له يوې خوا په دغو برخو کې ژبه غني کړي او بله خوا هېوادوال په خپله ژبه کې هر ډول کتابونو ته لاس رسى ولري.
د پروګرام په پاى کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون غړي حمد الله ارباب لخوا کښل شوى انځور دانش کړوخېل ته ډالۍ شو.
د يادونې ده چې تراوسه د دانش کړوخېل څلور کتابونه چاپ شوي او يو شمېر يې د چاپ لپاره چمتو شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










