کابل (پژواک ٣٠ غبرګولى ٩٨): ولسمشر غني د دې ترڅنګ چې ټينګار يې وکړ اسلام پېژندنه دې زموږ په پوهنتونونو، ښوونځیو او ادارو کې په اساسي تګلاره بدله شي، وويل، د امام اعظم (رح) افکارو ته رجعت د افغانستان او اسلامي نړۍ هوساینه او وفاق تامینوي.
ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته د امام اعظم ابو حنیفه(رح) بین المللي سمپوزیم اختتامیه مراسمو کې چې د لویې جرګې په تالار کې جوړ شوي وو، ګډون او وینا وکړه.
جمهور رئیس غني د دغه سمپوزیم د جوړولو په خاطر د مننې او د سعودي عربستان، ترکیې، عراق، هند، مصر، چین، استرالیا، مالیزیا، اوزبیکستان، پاکستان، بنګله دېش، تاجکستان او قزاقستان څخه راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ وویل، زموږ د تېر او حال بنسټ امام اعظم(رح) اېښی او په درېیمه هجري پېړۍ کې د فقهې، کلام او مذهبونو ټولو اصولو او قواعدو شکل وموند.
ده وویل، امام ابوحنیفه د ظاهرګرایانو پر وړاندې اجتهاد رامنځته کړ چې د اسلامي فقهې په غوړېدو کې د ستر بدلون لامل شو او د فقهاوو د اجتهاداتو او وروستیو مجتهدینو لپاره یې لار پرانیسته.
هغه زیاته کړه، امام ابوحنیفه ډېر زیات زحمتونه وګالل ترڅو اجتهاد دوام ومومي.
ده څرګنده کړه، زموږ د ټولنې نظم مذهبونه او فقها تشکیلوي او هر څوک چې له تورې سره راغلل، علماوو هغه غلي او ارام کړل.
ده زیاته کړه، زموږ علماوو او صوفیانو د ټولنې نبض او ریښې وساتلې.
نوموړي وویل، هر ځل چې زموږ پر دولت برید شوی، زموږ د ټولنې قوت ښکاره شوی، زموږ د ټولنې قوت زموږ له عقیدې او عقیده مو له مذهب څخه سرچینه اخلي. باید له یاده ونه باسو چې د امام ابوحنیفه او امام جعفر ترمنځ دوامداره اړیکې او بحثونه موجود وو، افغانستان د مذهبي یووالي بېلګه ده او موږ پرې ویاړو.
د هغه په وينا، امام اعظم (رح) په بېساري قاطعیت سره د ټولو متخاصمو ډلو پر وړاندې د تکفیر دروازه وتړله او اعلان یې وکړ چې اهل قبله په مسلمانۍ کې شریک دي او هیڅ مذهب او ډله حق نه لري چې څوک د ایمان له دایرې څخه خارج کړي.
ده زياته کړه، د امام اعظم (رح) افکارو ته رجعت د افغانستان او اسلامي نړۍ هوساینه او وفاق تامینوي.
هغه څرګنده کړه، اسلام پېژندنه دې زموږ په پوهنتونونو، ښوونځیو او ادارو کې په اساسي تګلاره بدله شي.
غني وویل: امام اعظم(رح) په سترو سوداګریزو فعالیتونو کې ګډون کاوه او د بازار له وضعیت سره بلد وو او د معاملاتو په برخه کې د حنفي مذهب واضح اصول لري.
ولسمشر د ښځو په برخه کې د امام ابوحنیفه د اصولو یادونه وکړه او ويې ویل، هغه د ښځو د حقونو په برخه کې داسې اصول رامنځته کړل چې تل به ښځو ته د هغوی حق رسېده او ښځو ته یې ځانګړی درناوی درلود.
غني زیاته کړه: هغه د ټولو علماوو مخکښ شو او دوباره یې د اسلامي نړۍ علماء پر کلمة الله او مذهب راټول کړل او د عرب او عجمو ترمنځ یې توپیر له منځه یووړ.
ده وویل: امام ابوحنیفه (رح) د نړی د نورو مسلمانو هېوادونو او بین المللي اړیکو د ټینګښت په برخه کې له دوی سره د نېکو اړیکو د اصل د مراعتولو بنسټ کېښود او د جهاد مشروعیت یې د ظلم او تېري د حالت مرتبط وباله، نه د دیانت او اعتقاد په توپیر.
هغه څرګنده کړه د فقهې، کلام او عقیدې په برخه کې د امام ابوحنیفه د ځانګړو لیدلورو پر بنسټ د حنفي مذهب احیا کولای شي زموږ ټولنه افراطیت څخه وژغوري او د هغو دیني افکارو لپاره ښه بدیل وي چې د تاوتریخوالي د ترویج لامل ګرځي.
غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، هر کال دې د افغانستان د نامتو علماو لپاره یو یا دوه سمپوزیمونه جوړ شي، په ځانګړي ډول دې د درېیمې هجري پېړۍ د ماحول په اړه هراړخیزې څېړنې وشي.
هغه اعلان وکړ چې په راتلونکې یوه میاشت کې به د هېواد په ولسوالیو کې ۱۵۰ جوماتونه جوړ شي.
نوموړي د لوړو زده کړو او حج، ارشاد او اوقافو وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې د افغانستان نامتو علماو لپاره دې د یو بل سمپوزیم تیاری ونیسي چې د افغانستان پیاوړي علما هر کال ونمانځل شي.
په دې مراسمو کې جهادي رهبر استاد عبدرب الرسول سیاف خبرې وکړې او د امام ابوحنیفه د نېکو اخلاقو، نرم زړه او ثابت قدمۍ د یادولو ترڅنګ یې وویل، پر امام اعظم (رح) ټول اسلامي امت ویاړي.
استاد سیاف، دې ته په اشارې چې زموږ ټولو خدای، قبله، کتاب او رسول یو دی، له ټولو افغانانو وغوښتل چې د الله په رسۍ منګولې ولګوي او متفرق نشي.
استاد عبدرب الرسول سیاف، جمهور رئیس څخه وغوښتل چې د پروان ولایت مرکز چاریکار ښار د امام اعظم (رح) په نامه ونوموي او اړوندو ارګانونو ته د ده په نوم د اسلامي څېړنیز مرکز د ایجاد لارښوونه وکړي.
دغه راز په دې مراسمو کې د عراق یو تن دیني عالم ډاکټر عبدالستار عبدالجبار الربیعي هم خبرې وکړې او ويې ویل، امام اعظم (رح) ستاسې نیکه دی، په دې خاوره کې زېږېدلی دی، عالم اسلام ته یې سفر کړی او د حدیث او فقهې علم نوې دروازې یې پرانیستي.
هغه زیاته کړه، هغه د اسلامي فقهې د موسس تر څنګ د علم کلام بنسټ اېښودونکی هم وو.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست مولوي عبدالحکیم منیب هم په دې مراسمو کې د امام ابوحنیفه (رح) د افکارو او مبارزو په اړه خبرې وکړې او د جوماتونو جوړولو او علماو ته د پاملرنې په برخه کې یې د جمهوررئیس غني دپاملرنې مننه وکړه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










