منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۱ غ.م
۳°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

​اروزګان سږ کال د غنمو له اړخه پر ځان بسيا شوى

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۰ کتنې

ترينکوټ (پژواک، ۸ چنګاښ ۹۸): د اروزګان د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې سږ کال دغه ولايت د غلې له اړخه پر ځان بسيا شوی او له نورو ولايتونو ورته د غنمو ور وړلو اړتيا نشته.

د دوى په وينا، وروستي ورښتونه، د کوکنارو نه کرل او پر للمي ځمکو د غنمو کرل، هغه څه دي چې د اروزګان کروندګر او عام خلک يې خوشحاله کړي او ورسره سم په دغه ولایت کې د غنمو بيې هم ټيټې شوې دي.

يوه مياشت مخکې په دغه ولايت کې د يو من غنمو (۴،۵ کيلوګرام) بيه له ۲۲۰ نه تر ۲۵۰  کالدارې پورې وه، خو د غنمو له حاصل ټولو وروسته په مرکز ترینکوټ کې د يو من غنمو بیه ۱۵۰ کلدارې او د دغه ولایت په يو شمېر ولسوالیو کې بيا  ۹۰ کلدارې ده.

د اروزګان کروندګر او ځمکوال وایي، سږ کال نه یوازي د غنمو بیې د پام وړ ټیټې شوې، بلکې د کال تر  پایه ترلاسه شوي حاصلات د اروزګان د خلکو لپاره بسنه هم کوي.

د اروزګان د مرکز ترينکوټ ښار د غلامان سيمې يوه کروندګر چې د غنمو ميده کولو ماشين (تريشل) باندې بوخت و،  پژواک ته وویل: ((ډېر خوښ يم، حاصلات مو زيات شوي  او زموږ اړتياوې پوره کولى شي.))

د شمس الله په نوم دغه کروندګر زياته کړه، پر خپلو ځمکو يې سږ کال هم غنم کړلي وو خو له دې مخکې يې کوکنار کرل.

د نوموړي په وينا، په تېر ژمي کې د ورښتونو تر څنګ د ناروغیو نشتوالی د دې لامل شو چې سږ کال يې حاصلات ښه او د پام وړ زیات شي.

د چرمګر سیمې يوه کروندګر حاجي فضل الرحیم پژواک ته وویل، د غنمو حاصلاتو په زياتېدو سره په مرکز او ولسوالیو کې د غنمو بیې ټیټې شوې دي چې ځايي خلک پرې خوښي ښيي.

هغه وايي، په دغه ولایت کې سږ کال نه یوازې پر کرنیزو ځمکو غنم کرل شوي وو او د تریاکو ځای یې نیول و، بلکې پر زرګونه جریبه شاړو ځمکو هم للمي غنم کرل شوي وو او ښه حاصل يې ورکړى دى.

د نوموړي په وينا، اوس په ترينکوټ کې د غنمو بيې يو نيم او په ولسواليو کې دوه برابره ټيټې شوې دي.

بلخوا د ترينکوټ ښار ځيني اوسېدونکي وايي چې د غنمو حاصلاتو په زياتېدو سره پاکستاني سوداګر راغلي او غواړي چې دغه غنم وپېري.

د ترينکوټ يوه اوسېدونکي شريف الله پژواک ته وويل،  که اړوند ادارې په ښار کې د غنمو د لېږد مخنيوی او په ځانګړې توګه د پاکستاني سوداګرو له خوا د غنمو پېرلو مخه ونه نیسي، نو ډېر ژر به د غنمو بيې بېرته لوړې شي او هر څوک به یې د پېرلو توان له لاسه ورکړي.

د اروزګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین هم مني چې سږ کال په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات ۲۴ سلنه زیات شوي چې ورسره بیې هم ټيټې شوې دي.

سرپرست رييس انجنير سمیع الله پژواک ته وویل، په ژمي کې زيات ورښتونه، د اصلاح شوو تخمونو وېش  او د کوکنارو له کرلو د کروند ګرو لاس پر سر کېدل  د غنمو د کښت زیاتوالي لامل شوى دى.

هغه زياتوي، سږ کال په سلګونه جریبه دښتي ځمکو کې للمي غنم هم کرل شوي وو چې کروندګرو يې حاصلات ترلاسه کړي دي.

د نوموړي په وينا، د غنمو تر څنګ د نورو خوراکي توکو او سبو بيې هم ټيټې شوې دي.

د ترينکوټ ښاروال نعمت الله بختيار پژواک ته وويل چې د غنمو اوسنۍ بيې د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ ټيټې شوې دي.

بختیار ترینکوټ ښار ته د غنمو پېرلو لپاره د پاکستاني سوداګرو د راتګ په اړه ناخبري ښيې خو وايې، که چېرې داسې موضوع وي نو دوی به د نورو ادارو په همکارۍ دې ستونزې ته حل لاره پیدا کړي. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه