منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۱ غ.م
۳°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار کروندګرو ته د کوچنيو پورونو ورکولو پروګرام پيل شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۸): په ننګرهار کې د کرنې او ماليې وزارتونو په ګډې همکارۍ کروندګرو ته د کوچنيو پورونو ورکړې پروګرام پيل شو چې چارواکي وايي، دا پروسه به تر راتلونکو لسو کلونو دوام وکړي.

دوی وايي، هر کروندګر ته له ۲۰۰ ډالرو نيولې تر پنځه زره ډالرو پور ورکول کېږي چې په قسط وار ډول به يې بېرته دولت ته تسليموي.

د کرنې وزارت د دويم ملي لومړيتوب پروګرام له لارې کروندګرو ته د کوچنيو پورونو ورکړې، پروګرام د چنګاښ په ۹مه ننګرهار کې پرانيستل شو او ټاکل شوې پنځو نورو ولايتونو کې به هم دغه لړۍ پيل شي.

د دغه پروګرام مسوولي نور اکبر څرک وويل، د ياد پروګرام موخه د کروندګرو مالي ملاتړ دی چې وکولی شي کروندګر پر خپلو پښو ودرېږي.

هغه وايي، په دغه پروګرام کې چې د ننګرهار په ګډون شپږو ولايتونو کې پلی کېږي، هر کروندګر ته له ۲۰۰ ډالرو څخه تر ۵۰۰۰ ډالرو کوچني پورونه ورکول کېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دغه پروګرام ته ۸۰۰ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې چې د بانکونو له لارې به د کروندګرو د غوښتنې پر بنسټ ورکول کېږي او بيا به ترې ياد بانک د خپلو اصولو له مخې تر لس سلنې اضافي پيسې هم اخلي.

اکبر وويل، کروندګرو ته د پور ورکړې لپاره ډېرې اسانتياوې برابرې شوې چې په ډېر لږ قسط کولی شي پور بېرته ورکړي.

کروندګر هم د دغه پروګرام له پيله خوښ دي خو غوښتنه کوي چې پور دې د خپلوۍ له مخې نه، بلکې د اړتيا له مخې ورکړ شي.

ملک ظهور د سره رود ولسوالۍ يو کروندګر دی؛ نوموړی وايي، په ننګرهار کې ډېر کله حاصلات ګټه نه کوي، که دا ډول وړې قرضې کروندګرو ته ورکړل شي او هغوی پرې ځان ته څاروي واخلي او د هغې ګټه هم ورسره يو ځای شي؛ نو کروندګر پر کرنه وتوانېږي.

د ښېوې ولسوالۍ يوه کروندګر نعيم جان وويل چې په دې ډول پروګرامونو کې تر ډېره د پېژندګلوۍ او اړيکو له مخې برخه ورکول کېږي خو هيله يې څرګنده کړه چې دغه پورونه د اړتيا له مخې ورکړل شي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رییس ذبيح الله حسنزی وايي، دغه پروګرام له نورو فرق لري او قرض هغه چا ته ورکول کېږي چې ورته اړتيا ولري او د پور اخيستو شرايط برابر کړي.

نوموړي ډاډ ورکړ چې دغه پروګرام مشخص نه دی او کولی شي هر کروندګر د پور غوښتونکی شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه