جلال اباد (پژواک، ۹ چنګاښ ۹۸): په افغانستان کې د ترکيې سفير وايي، په دغه هېواد کې افغان سولې ته هيله من دی او ټينګار کوي چې افغانان د دايمي سولې درلودونکي شي.
نوموړي دغه راز له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ هم ورکړ او زياته يې کړه چې دغه هېواد له افغانستان سره د پوهنې او پوليسو د روزنې په برخه کې ځانګړې مرستې کوي.
په افغانستان کې د ترکيې سفير اوﺯان ارطغرل دا څرګندونې د چنګاښ په ۹مه جلال اباد ښار کې د افغان ترک په لېسه کې جوړه شوې غونډه کې خبريالانو ته وکړې.
په دې غونډه کې د افغان- ترک جلال اباد لېسې مسووليت په بشپړه توګه د ترکيې د پوهنې بنسټ ته وسپارل شو.
په کابل کې د ترکيې سفير اوزان ارطغرل وويل، ياد هېواد په افغانستان کې د سولې راتګ ته هيله من دی او ټينګار کوي چې افغانان د دايمي سولې درلودونکي شي.
نوموړي دغه راز له افغانستان سره د خپلو مرستو په اړه وويل چې ياد هېواد په تېرو ۱۸ کلونو کې له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې مرستې کړي چې ډېره برخه يې د پوهنې او پوليسو د روزنې برخه کې دي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې را روان کال به په ننګرهار کې د افغان ترک لېسې د نجونو څانګه پرانيزي او د دې تر څنګ به د هلکانو زده کوونکو لپاره يوه ليليه هم جوړوي.
هغه وويل، ترکيه پلان لري چې په افغانستان کې د افغان ترک لېسو څخه په لاس راغلې پيسې همدلته مصرف کړي او نور ښوونځي هم ورغوي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، په دغه ولايت کې د افغان ترک لېسې نږدې اووه کاله وړاندې فعاليت پيل کړی او اوسمهال په کې د ۳۰۰ په شاوخوا کې زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي.
نوموړی زياتوي، د ترکيې له سفيره يې په دغه ولايت کې د قونسلګرۍ د جوړېدو غوښتنه هم کړې چې هغوی ورته ډاډ ورکړی او ښايي راتلونکو دريو کلونو کې يې کارونه پيل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










