کابل (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٨): د کابل ميخانيکي انسټيټيوټ امر وايي، د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارو ښوونيز نصاب ډېر پخوانی او زوړ دی، خو له دې سره سره که چېرې د يادې ادارې له زده کوونکي سره مرستې وشي، ډېر پرمختللي تخنيکي وسايل به جوړ کړي.
د کابل ميخانيکي انسټيټيوټ امر اغا شيرين فيصل محمدي نن په کابل کې د ياد انسټيټيوټ د زده کوونکو له خوا د خپلواکۍ د سلمې کاليزې په مناسبت د جوړ شوي ميخانيکي نندارتون پر مهال وويل، افغان ځوانان پياوړي او خلاق ذهنونه لري او د دې وس لري چې د پرمختللو وسايلو د جوړېدو تګلارې جوړې کړي.
د ياد انسټيټيوټ زده کوونکو د اوو څانګو (الکترونيک، موټر، ماشين جوړونې، برېښنا، فلزي صنايعو، اوبه رسونې، مرکز ګرمۍ او لرګيو صنعت) سلګونه تخنيکي وسايل جوړ کړي چې زياترو يې په اتومات ډول کار کاوه.
فيصل محمدي وايي، ياد نندارتون يې ځکه د خپلواکۍ د سلمې کاليزې د نمانځې په مناسبت جوړ کړی، که چېرې سل کاله وړاندې د خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان خپلواکۍ نه وی اخيستې، نو نن به افغانستان دغه وياړ نه درلود.
خو هغه وويل: "له بده مرغه بايد ووايم چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارو ښوونيز نصاب ډېر پخوانی، زوړ او د نړۍ له ننني مارکېټ وروسته پاتی دی، خو له دې دې سره که چېرې زموږ له تکړه او زيارکښو زده کوونکي سره مرستې وشي، ډېر پرمختللي تخنيکي وسايل به جوړ کړي."
هغه د ښوونکو د مسلکي زده کړو د کچې له ټيټوالي اندېښنه وښوده او د تخنيکي او مسلکي ادارې له چارواکو يې وغوښتل چې د يادو ښوونکو مسلکي کچې لوړوالي ته توجه وکړي.
د تخنيکي او مسلکي ادارې د زده کوونکو او محصلينو د چارو مشرې شيرينې تعميل پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد ميخانيکي انستيتيوت هم سل کلنه مخينه لري او پياوړي زده کوونکي يې ټولنې ته وړاندې کړي دي.
هغې د نصاب د زوړوالي په اړه وويل: "په تېرو ۱۸ کلونو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې نصاب دوه ځلې نوی شوی، خو دا چې د نړۍ پر مختګ ډېر سريع دی، نو همدا مهال هم نصاب د نوي کېدو په درشل کې دي."
د يادو محصلينو له ډلې د الکترونيک څانګې د څوارلسم ټولګي زده کړيال قليچ دردي د شپې څراغ چې د لمر په پرېوتو سره په اتومات ډول روښانه او د لمر په راختو سره خاموشه کېږي، جوړ او نندارې ته وړاندې کړی و.
هغه پژواک ته وويل: "دا هره شپه بايد موږ د کوڅې برق روښانه کړو، بايد ساکت ووهو، څو برق روښانه شي، خو ما له داسې ترانزيسټورونو کار اخيستى چې د لمر د رڼا پر وړاندې حساسيت ښيي، خپل مقاومت له لاسه ورکوي او برېښنا جريان قطع کوي."
نوموړي چې د لمر وړانګو بندېدو په خاطر پر ځانګړي سرکټ لاس کېښود او سمدلاسه برق روښانه شو، زياته کړه، په دغه کار د هغه د وخت ضايع کېدل چې بايد ورشي او برق روښانه کړي، له منځه تللی او يو ډول سهولت رامنځته شوی دی.
د ده په وينا، که چېرې په دې برخه کې څوک مالي مرسته ورسره وکړي، ډېر داسې څېزونه چې په اتومات ډول کار کوي، جوړ کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










