کندهار (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٨): ولسمشر اشرف غني د هېواد ټولو قول اردوګانو ته لارښوونه کړې چې د کندهار د مېوو له تولید شوو جوسو استفاده وکړي.
هغه نن کندهار ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ نن له غرمې مخکې د دغه ولایت له سوداګرو او صنعت کارانو سره وکتل او د دوی غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل.
په دې کتنه کې د کندهار والي حیات الله حیات هم حضور درلود، په پیل کې حاجي نصرالله زهیر، نعمت الله نعمت او حاجي محمد سعید د نورو په استازیتوب خبرې وکړې، داخلي صنعت او تولیداتو ته یې د هیواد د جمهوررئیس د پاملرنې او ملاتړ مننه وکړه.
یادو ویناوالو ولسمشر ته په کندهار ولایت کې د صنعتي انقلاب د پیل د زېری تر څنګ د مالیاتو او بیلانس د تنظیم، د کارخانو د ماشین الاتو بهرنیو متخصصینو ته د ويزې د ورکړې په برخه کې د اسانتیا برابرولو، په صنعتي او کرنیز پارک کې زېربناوو ته د پاملرنې، د صنعت او کانونو، د صنعتي پارک ځمکو د غصب د مخنیوي، په تحصیلي بنسټونو کې د تخنیکي او صنعتي انجنیرۍ د څانګو د جوړولو، له کندهار څخه ډهلې ته د هوایي دهلېز له لارې د الوتنو په پام کې نیولو او د عبدالمجید زابلي په نوم د کندهار د صنعتي پارک د نومولو په برخو کې، خپلې ستونزې او وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړل.
ولسشمر غني د پورته یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته داخلي صنعت او تولیداتو ته د سوداګرو او صنعت کارانو له د پاملرنې او وړاندیزونو مننه وکړه او وې ویل، پنځه کاله مخکې په کندهار کې د صنعت څرک هم نه لګېده، خو نن تاسې د درملو او د کندهار له مېوو د جوسو د تولید فابریکو جوړولو زېری راکړ چې دا د ډېرې خوښۍ ځای دی.
هغه زیاته کړه: ((د کندهار صنعتي کول پیل شوي او په دې برخه کې زه او د افغانستان حکومت د هر اقدام ملاتړ کوو.))
د هېواد ولسمشر له ټولو دولتي ادارو وغوښتل چې په خپلو تدارکاتي چارو کې دې داخلي تولیداتو ته لومړیتوب ورکړي، دغه راز یې د هېواد ټولو قول اردوګانو ته لارښوونه وکړه چې د کندهار د مېوو له تولید شوو جوسو استفاده وکړي.
دغه راز ولسمشر د کندهار والي حیات الله حیات ته لارښوونه وکړه چې د کندهار صنعتي پارکونو لپاره دې شل زره جریبه ځمکه په پام کې ونیسي او د کندهار صنعتي پارک دې د عبدالمجید زابلي په نوم ونومول شي.
ولسمشر غني د هوايي دهلېز له لارې کندهار څخه ډهلي ته د یوه پرواز په پام کې نیولو سره د صنعت کارانو او سوداګر غوښتنې ته په اشارې وویل، له کندهاره ډهلي ته پروازونه پیلېږي، خو تاسې باید مشخصه نقشه ولرئ چې له کندهار څخه الوتکه ډکه ولاړه او ډکه راستنه شي.
ولسمشر غني له صنعت کارانو او سوداګرو وغوښتل چې په ټول هېواد کې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو او لېږد د غوړېدا په خاطر د ترانسپورټ پر سکتور پانګونه وکړي
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










