کابل (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٨) : د پوهنې وزارت وايي، چې په کابل کې د افغان ترک څلور ښوونځي د ترکيې حکومت په واک کې ورکړل شول.
ددغه وزارت ويانده نوريه نهضت د چنګاښ په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دې ښوونځيو څخه يې درې په کابل ښار او يو يې په بګراميو ولسوالۍ کې دي.
هغې زياته کړه، چې ددې ښوونځيو د مديريت چارې په سوله ييزه توګه په برياليتوب سره د کورنيو او زده کوونکيو په همکارۍ او موافقې د ترکيې حکومت ته وسپارل شول.
نضهت وايي، چې د کابل ښار د اريانا افغان ترک ښـوونځي څو تنه زده کوونکي مخالفت کولو، چې هغوى ته هم قناعت ورکړل شول.
د نوموړې وينا، دغه کار د افغانستان د پوهنې وزارت او ترکيې حکومت ترمنځ د يوه هوکړې له مخې ترسره شوى دى.
د پوهنې وزارت وياندې وويل، چې دا پروسه په کابل او پنځو ولايتونو کې بشپړه شوې ده .
دې زياته کړه، چې ددې پروسې له بشپړېدو وروسته د ترکيې حکومت ژمنه کړې، چې پر دغو ښوونځيو به ٢٠ ميليونه ډالره پانګونه کوې او نورې اسانتياوې به برابروي.
بلخوا عيني شاهدان وايي، چې پوليس د کابل په ځينو سيمو کې پر يادو ښوونځيو بريد کړى و او کله چې رسنۍ ورغلي وو، نو له خبريالانو سره يې هم ناوړه چلند کړى دى.
خو د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، هېڅوک د خبريالانو د سپکولو او يا وهلو ډبولو حق نه لري.
هغه وايي، چې دوى هم نن سهار په کابل کې د پوليسو لخوا د خبريالانو د وهلو او سپکولو راپور ترلاسه کړى او دا پېښه په جدي توګه څېړل کېږي.
login or register a new account.