منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۳ غ.و
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخ کې ۸زره جريبه غصب شوې دولتي ځمکه بېرته راګرځول شوې ده

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۴ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۵چنګاښ، ۹۸): د بلخ ولايت د حيرتان بندر په دوه لاري کې شاوخوا ۸ زره جريبه دولتي ځمکه چې په وروستيو کلونو کې غصب شوې او دېوال ترې تاو شوی وو، د چنګاښ په ۱۵مه بېرته دولتي ملکيت ته وګرځول شوه.

د بلخ د اراضۍ رييس انجنير شيرشاه هوتک د چنګاښ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له درېیو لسيزو را په دېخوا په بلخ ولايت کې ټولټال ۱۶۰زره جريبه ځمکه غصب شوې ده.

هغه زياته کړه چې د غصب شوو ځمکو شاوخوا ۷۰زره جريبه يې پخوا له غاصبينو ګرځول شوې وه او نوره يې اوس هم د هغوی په لاس کې ده.

د هوتک په خبره، په هېواد کې د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو په تړاو د ولسمشر د وروستي فرمان پر اساس، دوی د حيرتان په دوه لاره کې ۶۰ زره جريبه ځمکه پېژندلې چې غصب شوې ده.

د هغه په وينا، د يادې ۶۰ زره جريبه ځمکې د بېرته راګرځولو پروګرام په لړ کې يې د حيرتان په دوه لاري کې ۸زره جريبه غصب شوې ځمکه بېرته د دولت ملکيت وګرځول شوه.

هوتک وويل چې د غصب شوو ځمکو راګرځولو پروسه د بلخ اراضۍ رياست، کرنې رياست، څارنوالي، ولايت مقام، د مزار ښاروالۍ، عدليې رياست او د بلخ امنيې قوماندانۍ له خوا پر مخ وړل کېږي.

هغه زياته کړه چې يو شمېر زورواکو، سوداګرو او سيمه ييزو خلکو له خوا دغه ځمکې غصب شوې دي.

دى زياتوي، د ۶۰زره جريبه غصب شوې ځمکې له ډلې څخه ۳۰ زره جريبه ځمکه يې د عيسی پلنګ په نوم د يوه کس له خوا غصب شوې او پاتې نوره يې د مختلفو کسانو له لوري غصب شوي ده.

هوتک وايي چې د غصب شوو ځمکو بېرته راګرځولو په موخه يې جدي هڅې پيل کړې او په دې برخه کې د بلخ ولايت مقام او د بلخ امنيه قومانداني ورسره لازمه مرسته کوي.

د بلخ د اراضۍ رييس وايي، چې غصب شوې ځمکه د دولت لخوا بېرته سوداګرو او متشبثينو ته په اجاره ورکول کېږي چې له مخې يې د دولت عوايد زيات شي.

په ورته وخت کې د بلخ د کرنې رييس انجنیر محمد سالم ساعي وايي چې له دوی سره د ثبت شوو ارقامو له مخې، په دغه ولايت کې ۵۰ زره جريبه څرځايونه او کرنیزې ځمکې غصب شوي دي.

هغه وويل چې د يادو غصب شوو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو په موخه لازم اقدامات تر لاس لاندې نيول شوي دي.

نوموړی وايي، هېڅ څوک يې د چارو پر وړانډې خنډ نه شي جوړولای او د امنيتي ځواکونو په همکارۍ دا وس لري چې  ټولې غصب شوې ځمکې له پېژندو وروسته بېرته د دولت ملکيت وګرځوي.

د بلخ د استيناف څارنوالۍ رييس سيف الله پوپل پژواک ته وويل چې د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو تر څنګ به له غاصبينو سره هم قانوني چلند وشي.

هغه زياته کړه چې تر دې مهاله يې کوم غاصب نه دی نيولی او له پوليسو يې غوښتنه وکړه چې د ځمکو غاصبين وپېژني او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې وسپاري.

نوموړي د غاصبينو د هويت په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه چې د غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو په برخه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ فرمان تطبيق لپاره له ټولو ممکنه لارو چارو کار اخلي.

د بلخ يوې معتبرې دولتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د غصب شوې ځمکې اندازه د هغو ارقامو په پرتله چې اراضي رياست يې لري، دوه چنده زياته ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه