منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۰ غ.و
۱۳°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لوړو زده کړو وزارت شپږو پوهنتونونو ته د باور ورکونې او کیفیت د تضمین سند ورکړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

کابل (پژواک،۱۶چنګاښ ۹۸): د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت شپږو پوهنتونونو (کابل، کاردان، د افغانستان امریکايي، د کابل طبي او کندهار پوهنتونونو) ته د باور ورکونې او کیفیت د تضمین سند ورکړ.

کابل، کندهار او د کابل طبي پوهنتونونه دولتي او پاتې نور خصوصي پوهنتونونه دي چې په کابل کې موقعیت لري.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالتواب بالاکرزي د یاد وزارت لi خوا په دې مناسبت جوړو شوو مراسمو ته وویل، د هېواد ټول پوهنتونونه په وروستي یو نیم کال کال کې د ادارې، تدریس، څېړنې او نورو بنسټیز مسایلو له اړخه ارزول شوي چې په پایله کې یې یاد شپږ پوهنتونونه توانېدلي چې د باور ورکونې او کیفیت د تضمین سند د ترلاسه کولو لپاره ټاکل شوي معیارونه شاوخوا ۹۰ سلنه بشپړ کړي.

د ده په خبره، په هرو پنځو کلونو کې یو ځل دغه ډول ارزونه ترسره کېږي او هغو پوهنتونونو ته د باور ورکونې او کیفیت د تضمین سند ورکوي چې لازم معیارونه یې بشپړ کړي وي.

د کابل پوهنتون رییس او د لوړو زده کړو په برخه کې د ولسمشر مشاور حمیدالله فاروقي چې د باور ورکونې او کیفیت د تضمین سند یې ترلاسه کړ، وویل، په افغانستان کې د لوړو زده کړو په برخه کې پرمختګ شوی، خو اوس هم پوهنتونونه پر نړیوالو معیارونو برابر نه دي او زوړ تعلیمي نصاب په کې تدریسېږي.

هغه زیاته کړه، اوس هم پوهنتونونه د بودیجې د کموالي له امله نه شي کولای ځوان کادرونه جذب کړي او د پوهنتونونو د استادانو لپاره د لوړو زده کړو زمینه مساعده کړي.

ده وویل: ((خو د لوړو زده کړو وزارت له خوا د باور لیک ورکړه موږ هڅوي د ستونزو د حل لپاره جدي شو او هڅه وکړو چې د افغانستان پوهنتونونه تر نړیوالو معیاري پوهنتونونو ورسوو.))

د لوړو زده کړو د وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې ۳۸ دولتي او ۱۳۱ خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې فعالیت کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه