ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په شپږ ولسوالیو کې د جګړې فشار ډېر شوی

د کندهار په شپږ ولسوالیو کې د جګړې فشار ډېر شوی

author avatar
15 Jul 2019 - 15:56
د کندهار په شپږ ولسوالیو کې د جګړې فشار ډېر شوی
author avatar
15 Jul 2019 - 15:56

کندهار (پژواک،۲۴چنګاښ ۹۸): وسله والو طالبانو د کندهار په یو شمېر سرحدي او شمالي ولسوالیو کې جګړې ته زور ورکړی او دشپې له پلوه یې پر امنیتي پوستو بریدونه ډېر کړي دي.

معروف، خاکرېز، شاولیکوټ، نېش،غورک او میوند هغه ولسوالۍ دي چې په دې وروستیو کې په کې د وسله والو په تحرکاتو او بریدونو کې ډېروالی راغلی دی.

په تېرو څو اوونیو کې په دغو ولسوالیو کې د دواړو لورو تر منځ درنې جګړې شوي چې دواړو لورو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکي وايي، وسله وال غواړي د جګړې د شدت له لارې امتیازات واخلي، خو امنیتي ځواکونو یې سخته مقابله کړې ده.

د کندهار امنیه قوماندان تورنجنرال تادین خان پژواک خبري اژانس ته وویل، وسله وال د خپل سر نه دي، هغوی په زور جګړې ته مجبور کېږي.

دی زیاتوي: ((ټول پوهېږو چې دلته د جګړې پلانونه د کرښې په هغې غاړه کې جوړېږي، وسله والو ته ویل کېږي چې باید جګړه وکړي.))

د ده په خبره، له همدې امله وسله والو په دې وروستیو کې ډیورنډ کرښې ته په ور څېرمه ولسوالیو او یو شمېر شمالي ولسوالیو کې جګړه تېزه کړې  او غواړي دغه ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ کړي.

خو دی وايي چې په ټولو ولسوالیو کې اضافي سرتېري ځای پر ځای شوي څو د وسله والو د بریدونو مقابله او مخنیوی وکړي.

د کندهار والي حیات الله حیات هم د دې ولایت په ولسوالیو کې د جګړې پر تېزوالي اندېښنه ښيي او په دې نظر دی چې د جګړې دغه شدت د سولې په خبرو کې د ډېر امتیاز اخیستو لپاره دی.

هغه زیاتوي: ((طالب وسله والو د سولې په خبرو کې د ډېر امتیاز اخیستو لپاره جګړه تونده کړې خو امنیتي ځواکونه یې د مقابلې او مخنیوي لپاره بشپړ چمتووالی لري.))

دی وايي، وسله والو یوازې په معروف کې نه، بلکې په څو ولسوالیو خاکرېز، شاولیکوټ، نېش، غورک او میوند کې خپل تحرکات ډېر کړي او دا کار یې داسې مهال پیل کړی چې یوې خوا ته د سولې خبرې روانې دي او دې خوا ته دوی غواړي نړیوالو او خپلو بادارانو ته وښيي چې په افغانستان کې پراخ حضور لري.

تېره اوونۍ یوازې په معروف ولسوالۍ کې وسله والو دوه ځله خونړي بریدونه وکړل چې ګڼو سرتېرو او وسله والو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.