منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د جنسي ځورونې تورونو په چارو کې د ښځو ګډون روحيه کمزورې کړې ده”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۱ کتنې

کابل (پژواک، ۲۶چنګاښ ۹۸): د افغانستان رڼو ټاکنو بنسټ "ټيفا"  کې د ښځو سياسي ګډون کمېټې په دولتي ادارو کې د ښځو جنسي ځورونې په تړاو پورې شوي تورونه د ښځو لپاره ستر سپکاوی ګڼلی او د جدي څېړنې غوښتنه یې وکړه.

د غبرګولي مياشتې په لومړيو کې د ولسمشر محمد اشرف غني پخواني سلاکار حبيب الله احمدزي ادعا وکړه چې په جمهوري رياست کې ښځې د جنسي ځورونې په بدل کې ګومارل کېږي.

دا ادعا د ولسمشر ویاند له توند غبرګون سره مخامخ شوه، نوموړي د احمدزي خبرې رد او هغه يې پر ښځو تور او د هغوی سپکاوی ياد کړ. د ولسمشر دفتر له لوې څارنوالۍ غوښتنه وکړه چې دا موضوع په جدي ډول وڅېړي.

له هغه وروسته، څو ورځې وړاندې بي بي سي (د افغان دولت په زړه کې د جنسي رسوايي) تر نوم لاندې راپور خپور کړ، یو شمېر مېرمنو ادعا کړې وه چې د کار او قانوني اسنادو پړاوونو ترسره کولو پرمهال افغان چارواکو له هغوی څخه د جنسي اړيکې غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (ټيفا) د ښځو سياسي ګډون کمېټې، نن ((د ښځو سياسي ګډون پر وړاندې له ننګونو اندېښنې)) په نوم کابل ښار کې يوه غونډه جوړه کړه.

د ټيفا بنسټ وياندې صغرا سادات وويل: ((کوم تورونه چې په دې وروستيو کې په ټولنيزو شبکو کې لاس په لاس کېږي، موږ لپاره د اندېښنې وړ دي او دې تورونو په ټولنه کې د افغان ښځو حيثيت ته سخت زيان اړولی دی.))

د هغې په وينا، دې تورونو په چارو کې د ښځو ګډون روحيه کمزورې کړې ده.

نوموړې زیاته کړه، کوم کسان چې دا ډول ادعاګانې کوي، په رسنيو او ټولنيزو شبکو کې له خپرولو څخه به دا غوره وي چې د شته اسنادو پر بنسټ عدلي او قضايي ارګانونو ته مراجعه وکړي او اجازه ور نه کړي څو ښځې د هغوی د سياسي او کمپايني مبارزو قرباني شي.

د افغانستان رڼو ټاکنو بنسټ د ښځو سياسي ګډون کمېټې غړې سوریا سروري هم ورته نظر لري او ويې ويل: ((په اوسنيو شرايطو کې ښځې د نه خونديتوب، جنسيتي نابرابري، د قوانينو نه تطبيق، د ښځو پر حقونو د معاملې خطر، په سياسي پرېکړو کې ښځو ته نقش نه ورکول او د ټولنيزې او فردي ازادۍ نه موجوديت په څېر ستونزو سره مخامخ دي، په دې وروستيو کې د جنسي ځورونې تورونه لګېدلي چې زموږ په باور دا په سياسي او ټولنيز ډګر کې د ښځو ګډون پر وړاندې لوی ګوزار دی.))

هغې وويل: ((موږ له عدلي او قضايي ارګانونو غواړو چې دا ډول قضیې په بېړه او بې پرې توګه تعقیب کړي څو د ښځو حيثيت ته نور زيان وا نه وړي.))

د ولسمشر دويم مرستيال سرور دانش ويلي دي، که پر دولتي بنسټونو د جنسي ځورونو لګول شوي تورونه ثابت شي، عاملانو ته یې بايد سخته سزا ورکړل شي؛ که داسې څه نه وي، نو تور پورې کوونکو سره دې قانوني چلند وشي.

د افغانستان رڼو ټاکنو بنسټ د ښځو سياسي ګډون کمېټې په اعلاميه کې د ښځو وضعيت په تړاو د وضع شوو قوانينو پر تطبيق، د ښځو حقونو د مخالفينو او مجرمينو محاکمه، د ښځو مشروع او قانوني غوښتنو ته رسېدنه، د ښځو له پراخ ګډون څخه د دولت ملاتړ، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي منع قانون د تطبيق لپاره د یو کمېسيون جوړول، د تبعيض له  منځه وړل او له حقوقي، ټولنيز او سياسي اړخه د افغان ولس د فرهنګي کچې لوړولو باندې ټينګار شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې حبيب الله احمدزي د ويډيويي پيغام له لارې له ولسمشر، لومړۍ مېرمنې او هغو مېرمنو چې د ده په څرګندونو یې حيثيت زيانمن شوی، بښنه غوښتې ده.

خو د احمدزي بښنه غوښتل د مشرانو جرګې ځينې غړو او يو شمېر مدني فعالانو له کلک غبرګون سره مخامخ شوه.

د مشرانو جرګې ځينې غړي وايي چې د حبيب الله احمدزي بښنه غوښتل په ارګ کې د جنسي ځورونې تور پورې کولو ستونزه نه شي هوارولی او که تور ثبوت نه شي، پر نوموړي دې حد جاري شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې