فېروزکوه (پژواک، ٢ زمری ٩٨): د غور ولایت چارواکي وايي چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د ښځو د وژنو او ځان وژنو پېښې د تېر کال د همدې مودې په پرتله څلور برابره ډېرې شوې او د ښځو د وژنو اتیا سلنه عاملین تښتېدلي دي.
د غور د بشري حقونو کمېسیون سرپرست عبدالصمد امیري پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه کمېسیون کې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۳۲ قضیې ثبت شوې چې اووه د وژنو او پنځه د ځان وژنې قضیې هم په کې شاملې دي.
هغه زیاته کړه، د تېر (۱۳۹۷) کال په لومړیو څلورو میاشتو کې دغه کمېسیون د تاوتریخوالي ۱۳ موارد ثبت کړي وو چې دوه د وژنو او یو د ځان وژنې مورد هم په کې شامل وو.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، له ښځو سره د تاوتریخوالي له ټولو ۵۱ قضیو چې تېر کال ثبت شوې، اووه د ځان وژنې او شپږ د ښځو د وژنې موارد شامل دي.
د ده په خبره، کورنی تاوتریخوالی، د قانون له حاکمیت، د قومي مخورو نفوذ، ناسم رسم او رواجونه، بېسوادي، بېوزلي او د قانون او اسلام څخه ناخبري د ښځو د وژنو ستر لاملونه دي.
نوموړي یادې شمېرې د اندېښنې وړ وبللې او ویې ویل، ښايي د سږ کال تر پایه دغه شمېر لوړ شي.
د دغه ولایت د لعل و سرجنګل ولسوالۍ مدني فعالې شریفې موحد پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې ولسوالۍ کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی د پام وړ ډېر شوی دی.
د نوموړې په خبره، یوازې د روان کال له پیل راهیسې په دې ولسوالۍ کې د ځان وژنې شپږ پېښې رامنځته شوې دي.
هغه وویل، دغه قضیې د حکومتي بنسټونو له خوا سمې نه څېړل کېږي او ډېرې دا ډول قضیې د جرګو او قومي شوراګانو له خوا حل کېږي.
دغه راز د ولایتي شورا غړې ګلثوم رضایي په یاد ولایت کې د تاوتریخوالي، په ځانګړې توګه د ښځو د وژنو او ځان وژنو د پېښو له زیاتېدو اندېښنه څرګندوي.
هغه زیاته کړه، د یادو پېښو ډېروالی بېلابېل لاملونه لري، خو ازادي او ډیموکراسي یو ستر لامل کېدای شي؛ ځکه یو شمېر نجونې د کورنۍ له خوا تر ډېر کم غم وروسته ځان وژنه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن