منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۰ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل کې د سون توکو بيې څه باندې شپږ سلنه ټيټې شوې دي

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۸ کتنې

کابل (پژواک، ۵ زمری ۹۸): په کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د سون توکو بيې څه باندې شپږ سلنه ټيټې شوې دي، خو د قزاقي اوړو بيه لږ لوړه شوې ده.

د کابل ښار د تايمني پر څلورم سړک یوه ګاز پلورونکي محمداکرام پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې شنبې په نسبت د يو کيلوګرامهاوبلن ګاز بيه له ۵۵ افغانيو ۵۰ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

دغه راز د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک کارکوونکي عبدالهادي وويل چې نن د تېرې شنبې ورځې په نسبت يو لېټر پټرول له ۵۲ افغانيو ۵۰ افغانيو او يو لېتر ډېزل له ۴۹ افغانيو ۴۷ افغانيو ته راټيټ شوي دي.

د دواړو پلورونکو په وينا، په کابل کې د يادو توکو د بيو کمښت په نړۍ کې د يادو توکو د بیو له ټیټېډو سره تړاو لري.

په خوراکي توکو کې د قزاقي اوړو بيه لږ لوړه شوې ده.

د کابل ښار په منډوي کې عمده پلورونکي محمد صميم وويل چې نن د تېرې شنبې په نسبت د يوې ۴۹ کيلويي بورۍ قزاقي اوړو بيه له ۱۴۵۰ افغانيو ۱۴۷۰ افغانيو ته لوړه شوې ده.

د نوموړي په خبره، نن د تېرې شنبې په څېر،په عمده ډول ۴۹ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۲۰۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشيد غوړي په ۱۰۸۰ افغانۍ، ۲۴ کيلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ درجه وريجې په ۲۲۰۰ افغانۍ، يو کيلوګرامه اندونيزيايي شين چای په ۳۰۰ افغانۍ او يو کيلوګرام افريقايي تورچای په ۳۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون بیې په ځينو مواردو کې له عمده هغو سره لږ خو په ځينو مواردو کې ډېر توپير لري.

د کابل ښار د تايمني په ۱۳ سړک د خوراکو توکو پلورونکي احمد مصطفی پژواک ته وويل چې نن په پرچون ډول يوه بورۍ قزاقي اوړه په ۱۵۲۰ افغانۍ، ۴۹ کيلوګرامه پاکستانۍ بوره په ۲۱۰۰، ۲۴ کيلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ درجه سېله وريجې په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره خورشيد غوړي په ۱۱۵۰ افغانۍ، يو کيلو اندونيزيايي شين چای په ۳۲۰ افغانۍ او يو کيلوګرام افريقايي تور چای په ۳۶۰ افغانۍ پلوري.

د سرو زرو بيې هم پر خپل ځای ولاړې دي.

د کابل ښار په تيمورشاهي واټ کې زرګر حاجي فواد احمد صالح زاده وويل چې نن د تېرې شنبې په څېر ۵۸۵ عيار يو ګرام روسي سره زر په ۲۴۰۰ افغانۍ او ۷۵۰ عيار يو ګرامه عربي سره زر په ۲۹۰۰ افغانيو پلوري

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافي مالک حاجي مير حسين صداقت د معلوماتو له مخې، نن يو ډالر په ۷۹.۵۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۰۳ افغانۍ پلورل کېږي.

د چنګاښ په ۲۹مه يو امريکايي ډالر په ۸۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۰۵ افغانيو تبادله کېدې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد