ژبه

«جعلکاران غواړي په شبرغان ښار کې ۱۰زره جريبه ځمکه غصب کړي»

شبرغان (پژواک، ٩ زمری ٩٨): د شبرغان ښاروال وايي چې یو شمېر جعلکاران د پخواني ولسمشر حامد کرزي په جعلي لاسلیک غواړي چې په دغه ښار کې ۱۰ زره جريبه ځمکه غصب کړي او پر بېځایه شوو کډوالو یې وپلوري.

 د شبرغان ښاروال انجنیر محمد حسین صالح پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د هغو اسنادو او پاڼو له مخې چې زموږ له دفتر سره شریک شوي، یو شمېر کسان غواړي چې د حاتم طايي د بښنو په څېر بېځایه شوو کسانو ته په غیر قانوني ډول ځمکه ووېشي.))

 هغه زیاته کړه، دوی د پخواني ولسمشر په جعلي لاسلیک امر لري چې ۲۲ زره بېځایه شوو کورنیو ته د شبرغان ښار په سه شنبې سیمه کې ګډوالو او بېځایه شوو کسانو ته ښارګوتی جوړ کړي.

 نوموړي د کوم کس له نوم اخیستو پرته وویل چې دغه کسان له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې هڅه کوي چې د پخواني ولسمشر په هغه جعلي امر لس زره جريبه ځمکه غصب کړي چې د ولسمشرۍ ریاست له خوا باطل بلل شوی دی.

 په هغه سند کې چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړی راغلي: مخدوم محمد عطا، مولوي عبیدالله فرقاني، سیف الدین، قاري مبارک شاه او محمد شفېع یوسفي هغه کسان دي چې ځانونه یې د ښارجوړونې وزارت لیک کې د بېځایه شوو کسانو استازي معرفي کړي دي.

 یوې سرچینې په جوزجان ولایت کې پژواک ته وویل، یادو څلورو کسانو په ۱۳۸۳ کال کې په دغه ډول جعلي حکم د لس زره جريبه ځمکې د غصب پرېکړه کړې وه، خو کله چې د دوی حکم د ولسمشرۍ ریاست له خوا جعلي وګڼل شو، یاد کسان د پولیسو تر تعقیب لاندې راغلل چې په پایله کې قاری مبارک شاه پولیسو ونیو او څلور کاله یې بندي کړ او درې نور کسان فراري شول، خو د قاري مبارک شاه تر خوشي کېدو وروسته یې یو ځل بیا د یادې اندازې ځمکې د غصب لپاره د موضوع تعقیب پیل کړ.

 په لیک کې راغلي: ((موږ د جوزجان د ۲۲زره بېځایه شوو او اړمنو کورنیو استازي د ښارګوټي د جوړېدو په اړه د ولسمشرۍ ریاست د ۱۳۸۳/۷/۱۱ نېټې ۴۲۸۱ حکم لرو او د دغه حکم له مخې، د جوزجان ولایت د ځمکو ریاست لس زره کرنیزه او شاړه ځمکه تر سروې، نقشې او بیې ټاکلو وروسته زموږ په واک کې راکړې او موږ یې د ښاروالۍ د نقشې مطابق سړک کشي کړې او د شبرغان ښار په جنوبي اړخ کې مو یې درې کیلومتره سړک کانګرېټ کړی، دوه ښوونځي او یو دارالحفاظ مو جوړ کړي دي.))

دغه راز په دغه مکتوب کې د ښارجوړونې له وزارته غوښتنه شوې چې یادو پنځو کسانو ته د ځمکې د لېږد امر مراعات شي.

خو د شبرغان ښاروالۍ د ودانیزو چارو مدیر سید بهرام پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې سیمه کې یو ښوونځی د پوهنې ریاست له خوا جوړ شوی او درې کلیومتره سړک د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا قیر شوی دی.

هغه روښانه کړه چې د شبرغان ښاروالي د ترکستان د پروژې په اړه چې یاد کسان ورته اشاره کوي، هېڅ معلومات نه لري او دغه ښارګوټی د ښاروالۍ په پلان کې نشته او بشپړ ناقانونه دی.

بهرام زیاته کړه: ((د حکم کړل شوو ځمکو د ارزونې او تسویې په خاطر له مرکز څخه شبرغان ته پلاوی راغلی او دغه پلاوي له موږ څخه د سه شنبه کلي د ښارګوتي په اړه معلومات غوښتي چې موږ یې د مکتوب په ځواب کې لیکلي چې په دغه کلي کې په یاد نوم هېڅ شهرک نه لرو.))

 نوموړي د خپلو خبرو په دوام وویل: ((په دې برخه کې نه د ښاروالۍ له خوا د پلاوي په توګه هېڅ مامور نه دی ګومارل شوی او نه موږ د ښارګوټي په کار کې لاسوهنه لرو.))

login or register a new account.