ژبه

د هېواد پياوړى ديني عالم محمد اصف محسني په حق ورسېد

کابل (پژواک ١٤ زمرى ٩٨): د هېواد مذهبي او پخوانى جهادي مشر او د افغانستان د شيعه علماوو د شورا رئيس محمد اصف محسني له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د تمدن تلويزيون چې په ده پورې تړاو لري، ليکلي چې نوموړى نن ماښام په حق ورسېد.

نوموړى په ١٣١٤ کال کې په کندهار ولايت کې زېږېدلى و. له روسانو سره د جهاد پرمهال نوموړي مخکښ رول درلود.

په کابل کې د طالبانو د واکمنۍ له سقوط وروسته، هغه د خاتم النبيين په نامه يو مرکز، په همدې نامه يو پوهنتون او د تمدن په نامه تلويزيون جوړي کړي دي.

login or register a new account.