منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

غني: د کابل په ولسوالیو کې انکشاف متوازن نه دی

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۵۱ کتنې

کابل (پژواک، ١٥ زمرى ٩٨): ولسمشر غني د دې ترڅنګ چې کابل د ملي يووالي بېلګه بولي، وايي چې د دې ولايت په ولسوالیو کې انکشاف متوازن نه دی او دې موضوع ته دې جدي پاملرنه وشي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې "زما کابل" تر عنوان لاندې د ولس خبرې پروګرام کې ګډون او وینا وکړه.

نوموړي وويل، کابل د افغانستان مرکز او د ملي یووالي بېلګه ده او د ویاړ ځای دی چې تاسو ټول د کابل ولایت او ښار لپاره ګډ لیدلوری لرئ.

ده زیاته کړه، د کابل د انکشاف کیلي د کابل خلکو په لاس کې ده، له څلور میلیون جریبه زیاته ځمکه د ځمکې بانک کې ثبت شوې او په همدې اساس د کابل د راتلونکي لپاره عامه ملکیت برابر شوی او د کابل خلکو ته ورکول کېږي، د کابل انکشاف د هغه د ادارې او املاکو له لارې تامینېږي.

د هغه په وينا، سل په سلو کې کابل پلاني کوو، غصب شوې ځمکې بېرته اخلو، قانوني کوو یې او بېرته یې خلکو ته وېشو. 

ده وویل، دولت له حاکم څخه په خدمتګار بدل شوی، د حاکم او رعیت دوره پای ته رسېدلې، د جمهوریت او وطنوالۍ دوره ده او موږ خلکو ته ځواب ویونکي یو.

هغه د وزارتونو او ولایتونو ترمنځ اداري ستونزو ته په اشارې وویل، د وزارتونو او ولایتونو ترمنځ موازي ادارې او وظیفوي تداخل باید له منځه ولاړ شي.

د ده په وينا، د کابل زوړ ښار د هېواد تاریخي سیمه او زموږ ویاړ دی، اوسنی وضعیت یې د منلو وړ نه دی، دغه سیمه باید د کابل د ویاړونو په ښار بدله شي.

نوموړي د کابل خلکو نظرونو او وړاندیزونو ته په پاملرنې وویل، د کابل په ولسوالیو کې انکشاف متوازن نه دی او د ارګ عملیاتي واحد او د پلازمېنې زون د انکشاف ادارې ته یې لارښوونه وکړه، تر څو دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.

هغه همداراز وویل، خلک دې د ولسي تړون او یو واضح میکانېزم له لارې له نشه یي توکو سره په مبارزه کې برخه واخلي او تر یوې میاشتې دې د نشه یي توکو پر ضد جهاد اعلان شي. 

ولسمشر وايي: "موږ سولې ته رسېږو، خو سوله تدبیر، اراده، قاطعیت او جرئت غواړي  او هغه سوله چې موږ یې غواړو، باید د اسلامي جمهوریت او اساسي قانون په چوکاټ کې وي."

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې پروګرام کې د کابل ښار او ولسوالیو ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و او خپل نظرونه او وړاندیزونه یې د هېواد له جمهور رئیس سره شریک کړل.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري په خپلو خبرو کې وویل، تېره ورځ د ښاري سکتور مسوولینو او د کابل د خلکو استازو په دولسو کاري ګروپونو کې د کابل ولایت د مسایلو په اړه بحث وکړ او په منسجم ډول یې د دې ولایت نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.

نوموړي د کابل د اوسېدونکو بحثونو ته په اشارې د پوهنې، انکشافي پروژو، روغتیایي خدمتونو، د اوبو رسولو خدمتونو او بندونو جوړولو، کانونو، د امنیت تامین، کرنې، باغدارۍ او له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخو کې لاسته راوړنې، نظرونه او ستونزې له جمهور رئیس سره شریک کړل. 

هغه زیاته کړه، په تېرو پنځو کلونو کې په کابل ښار او ولسوالیو کې له ۱۵۰ ډېر ښوونځي جوړ شوي او دوه سوه نور ښوونځي د جوړېدو په حال کې دي، خو نصاب ته پاملرنه د کابل  د خلکو اساسي غوښتنه ده.

حیدري څرګنده کړه، د کابل په ټولو ولسوالیو او ډېری کلیو کې روغتیایي کلینيکونه جوړ شوي او د روغتیایي خدمتونو د کیفیت لوړولو ته باید پاملرنه وشي. همداراز د شاه و عروس بند اویا سلنه کارونه بشپړ شوي او د للندر بند شاوخوا ځمکو د استملاک چارې هم د بشپړېدو په حال کې دي او په نږدې راتلونکي کې به یې د جوړېدو کار پیل شي.

ورپسې د کابل ښار د اوسېدونکو په استازیتوب مېرمن نیلوفر او وکیل علیم داد خبرې وکړې او د ولسوالیو په کچه د ښځو برخې د زیاتېدو، ښاري نظم او په ولسوالیو کې کرنې او مالدارۍ ته د پاملرنې په اړه یې وړاندیزونه مطرح کړل.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست