ژبه

د بلخ د لومړنۍ محکمې د عامه امنيت دېوان رييس وژل شوی

مزارشريف (پژواک، ١٧ زمری ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د بلخ د لومړنۍ محکمې د عامه امنيت د دېوان رييس وژل شوی دی.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل د زمري په ۱٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بلخ د ابتدايه محکمې د عامه امنيت دېوان رييس نجيب الله حسامي نن سهار اته بجې د لسمې حوزې په مربوطاتو کې ووژل شو.

هغه زياتوي چې وژل شوی قاضي له کوره دفتر پر لاره و چې د مزار ښار په حلقوي سړک باندې پرې دوو وسله والو بريد کړی او قاضي ځای پر ځای وژل شوی دی.

عادل همدا راز وويل چې پوليسو د پېښې په تړاو پلټنې پيل کړې او لومړني معلومات دا دي چې د وژل شوي قاضي موټرچلوونکی هم له قاتلينو سره يو ځای تښتېدلی دی.

تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا نه دى منلی.

login or register a new account.