منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۴ غ.و
۷°نیمه ورېځ · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پروانۍ ښځې د جګړې له ښکېلو خواوو د اختر په ورځو کې د اوربند غوښتنه کوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۰ کتنې

چاریکار (پژواک، ۲۲ زمری ۹۸): د پروان ښځې د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د اختر په ورځو کې اوربند وکړي او د پایداره سولې لپاره خپلو صادقانه هڅو ته دوام ورکړي.

د دغو ښځو په خبره، ټول افغانان په ځانګړې توګه ښځې له جګړې ستړې شوې دي او په سوله کې د ټولو خلکو خیر ویني او زیاتوي چې د اختر ورځې د سولې د پیل لپاره ښې ورځې دي.

 هغوی وايي چې د اختر ورځې د مسلمانانو د خوشحالۍ او جشن ورځې دي او حضرت محمد ص له هغو مسلمانانو چې تر خپل منځ خپګان لري، غوښتي چې د اختر په ورځو کې پخلا شي.

۴۰ کلنه لیدا احمدي چې د پروان د جبل سراج د نجونو لېسې مدیره ده، د سولې خبرې یې یو شین څراغ او هېواد ته یې یو زیری وباله او ویې ویل چې انتظار یې باید له ښو پایلو سره پای ومومي.  

 هغې وویل: ((موږ د سولې له خبرو هرکلی کوو، خوښ یو چې په هېواد کې سوله راشي خو د ښځو حقونه دې په پام کې ونیول شوي.))

نوموړي هم هیله مندي څرګنده کړه چې د اختر په ورځو کې دې دایمي اوربند اعلان شي او سراسري سوله دې ټینګه شي.

هغې زیاته کړه: ((له طالبانو مې د یوې خور په توګه دا غوښتنه ده چې را دې شي د خبرو له لارې دې خپلې غوښتنې مطرح کړي؛ ځکه په جګړه کې هېڅوک ګټونکي نه دي.))

نوموړې وویل چې د اختر ورځې د مسلمانانو د خوښۍ ورځې دي او حضرت محمد ص له هغو مسلمانانو چې ترمنځ یې خپګان وي، غوښتي چې په دې ورځو کې په خپلو کې سوله وکړي او پخلا شي.

 د لیدا په بارو، که سوله ټینګه شي، ټاکنې وځنډېږي او طالبان هم په هغو کې ګډون وکړي، ښايي رڼې ټاکنې ترسره شي.

هغې وویل: ((له دولته مو غوښتنه همدا ده چې د درغلۍ مخه دې ونیسي او پرې دې ږدي څو معلوم  شي چې اصلي ګټونکی څوک کېږي او افغانستان دې د پردیو لاسوهنې ته نه پرېږدي او داسې څوک باید وټاکو چې د خلکو خدمت کوونکی وي.))

د چاریکارو ښار د مسعود ښارګوټي اوسېدونکې ۳۰ کلنې ظریفې پژواک ته وویل: ((هره ورځ جګړې او وینې تویدنې دي، د سولې دغه خبرې څه ګټه لري، لومړی دې جګړه ودروي، بیا دې سوله وکړي، هره ورځ چې په کابل کې ځانمرګي کېږي او خلک وژل کېږي، زړه مې ټوټې ټوټې کېږي او تر ماخوستنه ځورېږم.))

نوموړې زیاته کړه چې کاشکې ژر سوله وشي څو ټول خلک له درد او رنځه خلاص شي.

 هغې اختر ته په اشاره وویل چې کاشکې په دې ورځو کې اوربند اعلان شي او دغه اوربند بیا پر دایمي سولې تمام شي څو خلک په ارامه فضا کې ژوند وکړي.

ظریفې دغه راز ټاکنو ته په اشاره وویل که څه هم پر پېژندپاڼه یې سټېکر لګولی خو د دې لپاره چې د ټاکنو پر روڼوالي شکمنه ده، نه غواړي رایه ورکړي.

هغې زیاته کړه: ((څو دورې چې مو رایه ورکړه، درغلي یې وکړه، زموږ رایو ته یې ارزښت ور نه کړ، چا ته چې مو رایه ورکړه ګټونکی نه شو، د هغه رایې وخوړل شوې، سږ کال هېڅ رایه نه ورکوم، هر څوک چې امریکا پاچا کوي، پاچا یې دې کړي، کومه ګټه نه لري.))

د چاریکارو بله اسېدونکې او د دنیا او کهکشان سیمه ییزې راډیو کارکوونکې ۲۰ کلنې مقدس وویل: ((تر هغه چې سوله را نه شي، اختر زموږ لپاره معنا نه لري، هره ورځ خلک وژل کېږي، زموږ لپاره اختر خپله معنا له لاسه ورکړې ده، خلک خوشحاله نه دي.))

هغې هم د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې په هېواد کې د سولې راوستو لپاره رښتینې هڅې وکړي.

نوموړې هیله څرګنده کړه چې د سولې لپاره هڅې یوې پایلې ته ورسېږي او د اختر په ورځو کې اوربند اعلان شي.

 ۴۲ کلنې لیلما خالقیار وویل: ((د اختر لپاره مو هېڅ چمتووالی نه دی نیولی، وګورئ هېواد په څه حال دی، وینې جوشېږي، خلک قتل شول.))

هغې چې د پروان په مرکز کې د ام سلمه د نجونو لېسې مدیره ده، وویل: ((شپه او ورځ دعا کوم چې کاشکې سوله رامنځته شي، خدای دې د دغه حج په برکت زموږ غږ واوري او زموږ په هېواد کې دې یوه سراسري سوله رامنځته شي.))

نوموړې هیله څرګنده کړه چې د جګړې ښکېلو خواوو ترمنځ اوربند وشي او دا اوربند د تلپاتې سولې لامل شي.

 ليما طالبانو ته په خطاب کې وویل: ((موږ او تاسو مسلمانان یو، په سوله کې خیر دی، خدای ج او رسول یې هم پر سوله ټینګار کړی، راځئ د اختر په ورځو کې پخلا شئ او د هېواد د ښېرازۍ لپاره ګام پورته کړئ؛ ځکه هېواد په جګړه نه جوړېږي.))

هغې د ټاکنو پروسه یوه ملي پروسه وبلله او ویې ویل چې طالبان دې هم په دې پروسه کې ګډون وکړي، د یوه دردمند حکومت په رامنځته کولو کې باید ټول افغانان ونډه واخلي.

 د پروان پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د دویم ټولګي زده کړیالې شل کلنې شمسیې خانزاده وویل: ((موږ ځوانان هم له دولت او هم له طالبانو غواړو چې له جګړې لاس واخلي، سوله دې وکړي او په دې برخه کې دې خنډ نه ګرځي.))

هغې هم هیله څرګنده کړه چې د لوی اختر په ورځو کې دایمي اوربند وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه