کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٨) د پوهنې وزارت وايي، په پام کې لري چې غوره استعداد لرونکو او نوښتګرو زده کوونکو ته د ځانګړو مننلیکونو او ستاینلیکونو په ورکولو سره، هغوی په معنوي توګه تشويق کړي.
ددغه وزارت له خوا د زمري په ٢٣مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه پرېکړه په هېواد کې د بریالیو زده کوونکو د استعدادونو د ودې او غوړېدو او د ښوونې او روزنې د کیفیت د ښه والي د بېلګې جوړولو په موخه شوې ده.
سرچينې زياته کړې، د پوهنې ټولو مرکزي او ولایتي ریاستونو ته لارښوونه شوې، چې په ټولو ښوونځیو کې د کلکې څارنې په ترسره کولو سره بریالي زده کوونکي وپېژني او د هغوی د وړتیاوو د ستاینې او غوړېدو په موخه یې مرکز ته را معرفي کړي.
د پوهنې وزارت څارنیزې څانګې په ښوونځیو کې د ممتازو او استعداد لرونکو زده کوونکو د پېژندنې بهیر کې د روڼتیا رامنځته کولو په موخه؛ له دغه بهیر څخه څارنه کوي.
پوهنې وزارت له دې وړاندې په ښوونځیو کې د زده کوونکو د روحیې د کمزوري کولو د مخنیوي په موخه یو لړ اصلاحي اقدامات لکه: د سوبتیا کتاب کې د نومرو او د الفبا تورو له مخې د نومونو لیکولو، د وېښتانو قیچي کولو او له زده کوونکو سره د ناوړه چلند او تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې ترسره کړي دي.
login or register a new account.