ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له سعودي څخه د افغان حاجيانو لېږد د یکشنبې په ورځ پيليږي

له سعودي څخه د افغان حاجيانو لېږد د یکشنبې په ورځ پيليږي

author avatar
15 Aug 2019 - 11:52
له سعودي څخه د افغان حاجيانو لېږد د یکشنبې په ورځ پيليږي
author avatar
15 Aug 2019 - 11:52

 کابل (پژواک، ۲٤ زمری ۹۸): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج په مراسمو کې د ۱۳ افغان حاجیانو د مړینې د خبر ترڅنګ وايي چې ټاکل شوې د یکشنبې په لومړي پرواز کې له جدې څخه کابل ته ۳۱۳ حاجیان انتقال شي.

ددغه وزارت د نشراتو رییس ناصرالدین دریځ پژواک ته وویل، د روان کال د حج په مراسمو کې له شاوخوا دوه نیم میلیون مسلمانانو ۳۰ زره افغانان وو.

 هغه زیاته کړه، د روان کال د حج په مراسمو کې ۱۳ افغان حاجیان چې د پروان، خوست، کندوز، پکتیکا، هرات، کابل او پنجشېر ولایتونو اوسېدونکي وو د لوړ فشار، مغزي سکتې، د زړه سکتې د ناروغیو او له اندازې ډېر بیروبار له امله تر پښو لاندې شوي او مړه شوي دي.

د نوموړي په خبره، په یادو مراسمو کې درې افغان ماشومان چې د پروان او هرات ولایتونو دي هم زږېدلي دي.

 دریځ وویل، د یکشنبې په ورځ له جدې کابل ته د افغان حاجیانو لومړ ی پرواز پیلېږي او دغه بهیر د ۲۶ ورځو په جریان کې په ۹۰ پروازونو کې بشپړ کېږي.

 هغه زیاته کړه، په لومړي پرواز کې چې د شنبې سهار په شپږو بجو له جدې څڅه پیل او مازيګر څلور بجې به کابل ته ورسېږي ۳۱۳ حاجیان انتقالېږي.

 نوموړي وویل، افغان حاجیان به له جدې څخه کابل ته پر انتقال سربېره هرات، مزار شریف او کندهار ته هم انتقال شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.