کابل (پژواک، ٧ وږى ٩٨): د کابل ښاروالۍ هغه امنيتي شرکت نږدې شپږ ميليونه افغانۍ جريمه کړى چې په کابل ښار کې يې شنې ونې وهلې دي.
دغه ونې د کابل ښار د مسعود څلورلارې او هوايي ډګر ترمنځ پر سړک د يوه امنيتي شرکت له خوا د امنيتي کامرو او سکنر نصبولو لپاره وهل شوې دي.
پرون د ګڼ شمېر ښاريانو له خوا د وهل شوو ونو عکسونه په ټولنيزو شبکو کې خپاره شول او پر دغه کار يې سخت غبرګونونه وښودل.
د کابل ښاروالۍ له خوا د وږي په ٧مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل هوايي ډګر پر سړک د ونو پرېکولو د تخلف په اړه ښاري تخلفاتو ته د رسېدنې کمېسيون د ښاروال پوهنيار احمد ذکي سرفراز په مشرۍ اضطراري ناسته ترسره شوه.
سرچينې زياته کړې، اړوند شرکت له کابل ښاروالۍ سره له همغږۍ پرته د امنيتي کمرو د نصب پر مهال ۲۴ ونې د کابل هوايي ډګر پر سړک پرې کړې وې.
په خبرپاڼه کې راغلي، په ياده ناسته کې چې د بېلابېلو عدلي او ښاري سکټورونو استازو ګډون کړی و، له هر اړخيز بحث او ارزونې وروسته دې پرېکړې ته ورسېدل چې متخلف شرکت بايد د ښاري او مسکن د قانون د شپاړسمې مادې د پنځمې فقرې خلاف کړنه کړې ده.
سرچينې زياته کړې، د دې ناستې په پايله کې کمېسيون متخلف شرکت د ښاري او مسکن د قانون د اتلسمې مادې د پنځمې فقرې پر اساس په ۵.۷۶ ميليون افغانيو نقدي جريمه کړ چې د ساحې د اولي اعادې لښګت پکې محاسبه شوی دی.
د يادولو ده، کابل ښاروالي د ياد شرکت چارې ودرولې او همدارنګه یې د هغه اړوند کانکس اتاق يې له سيمې لرې او ضبط يې کړ.
د کابل ښاروالي وايي چې اوس ساحه تر کنټرول لاندې ده او د کابل ښاروالۍ د حق تر ورکولو پورې به ياده اداره موضوع له عدلي او قضايي اورګانونو سره تعقيبوي.
login or register a new account.