Language

طالبانو د پکتيکا د سيمه ييزو رسنيو شپږ خبريالان نيولي

ښرنه (پژواک،١٦ وږى ٩٨) :د پکتيکا ولايت د سيمه ييزو رسنيو شپږ خبريالان چې پکتيا ته په يوه ورکشاپ کې د ګدون په موخه روان وو، وسله والو طالبانو له موټرو ښکته کړي او له ځان سره يې بيولي دي.

په پکتيا کې د سلام وطنداره ځايي خبريال احمدالله احمدي د وږي په ١٦مه، پژواک اژانس ته وويل چي دغه خبريالان پکتيا ته د سلام وطنداره د يوه ورکشاپ لپاره را غوښتل شوي وو.

هغه زياته کړه، دغه خبريالان د پکتيکا او پکتيا ولايت پر لويه لار د زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو له لوري له موټرو ښکته شوي او له ځان سره يې بيولي دي.

احمدي وايي، دوی د يادو خبريالانو د خلاصون په موخه دطالبانو له وياند ذبيح الله مجاهد سره اړيکه نيولې، خو تر اوسه پورې نه دي خوشې شوي.

بل پلو پکتيکا کي د مېلمه راډيو د نشراتو مسول ثمر ګل ثمر وايي چې د مېلمه راډيو خبريال جمال الدين الهام، د پښتون غږ، ياران او ملی راډيو شپږ خبريالان د وسله والو طالبانو له لوري نيول شوي دي.

هغه زياته کړه، خبريالان بې طرفه خلک دي، نو ځکه دې وسله وال طالبان ژر تر ژره خوشې کړي.

د پکتيا د خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشر ساحل منګل وايي چې ياد خبريالان تېره ورځ له پکتيکا څخه پکتيا ولايت ته پر لاره و، چې په لاره کې وسله والو طالبانو له موټره ښکته کړي او له ځان سره يې نامعلوم ځای ته بيولي دي.

نوموړی وايي، د دې خبريالانو د خلاصون لپاره يې هڅې پيل کړې او د خلاصون ډاډ ورکړل شوى .

منګل زياتوي :((دا خبريالان ګردېز ته راتلل چې په لاره کې د مخالفو وسله والو له خوا بيول شوي دي، موږ ور سره په اړيکه کې يو او هيله ده چې بېرته به يې ژر راپريږدي. خبريالان ملکي او بې طرفه خلک دي، د دوی پر وړاندې بايد نه يوازې خنډ جوړ نه شي، بلکې د امنيت لپاره دې هم ور سره همکاري وشي.))

د پکتيا د والي وياند هم پېښه مني او وايي چې ياد کسان د زرمت ولسوالۍ اړوند له سرکۍ سيمې څخه بيول شوي دي.

د پکتيا پرېس کلب مشر فريدالله احمدزی وايي چې د دې خبريالانو د خلاصون لپاره يې هڅې کړي او له وسله والو طالبانو يې د اړيکو له لارې د خلاصون ډاډ تر لاسه کړی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چي نيول شوي کسان تېر ماښام وسله والو طالبانو په ناخبرۍ له ځان سره وړي او اوس به ژر پرېښودل شي.

login or register a new account.