ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښځو شبکه: د ټاکنو امنيت او شفافيت د خلکو غوښتنې دي

د ښځو شبکه: د ټاکنو امنيت او شفافيت د خلکو غوښتنې دي

author avatar
19 Sep 2019 - 14:21
د ښځو شبکه: د ټاکنو امنيت او شفافيت د خلکو غوښتنې دي
author avatar
19 Sep 2019 - 14:21

مزارشريف ( پژواک، ۲۸وږی ۹۸) : په بلخ ولايت کې د افغان ښځو شبکه وايي چې راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې دې له هر ډول درغليو څخه پاکې او رڼې وي.

يادې شبکې د بلخ له يو شمېر مدني فعالانو سره يو ځای د وږي په ۲۸مه، مزارشريف ښار کې غونډه درلوده چې روان ناسم امنيتي وضعيت يې د ټاکنو لپاره د اندېښنې وړ وباله.

بلخ کې د افغان ښځو شبکې مسوولې معصومې رحيمي پژواک اژانس ته وويل چې د ټاکنو په پروسه کې د ستونزو او فرصتونو په اړه يې له يو شمېر مدني فعالانو او د ښځو حقونو د ټولنو له غړو سره ګروپي کار درلود، چې په پايله کې د ټاکنو پر وړاندې خنډ جوړوونکې ستونزې هم په ګوته شوې.

د هغې په خبره، په لومړي ګام کې ناسم امنيتي وضعيت هغه ستونزه ده، چې ډېر خلک يې د ټاکنو پر وړاندې لوی خنډ بولي.

د مېرمن رحيمي په خبره، حکومت او امنيتي مسوولين بايد هڅه وکړي چې خلکو ته په ټاکنو کې د ګډون کولو ډاډمنه فضا رامنځته کړي.

نوموړې زياتوي، د خلکو بله غوښتنه دا وه؛ څو راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د درغليو هغه تجربې تکرار نه شي، چې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ کلونو کې تکرار شوې وې.

هغې له ټولو افغانانو په ځانګړي ډول له مېرمنو څخه وغوښتل چې په راتلونکو ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

د بلخ مدني فعاله وړانګه ساپۍ هم وايي، چې د ټاکنو لپاره امنيتي چاپېريال مناسب نه دی؛ خو زياتوي چې دې برخه کې د حکومت پر وخت ګام پورته کول به اغېزمن  تمام شي.

هغې وويل، له ښارونو بهر په ولسواليو کې به ډېری نارينه هم په ټاکنو کې ګډون ونه شي کړای.

د مېرمن ساپۍ په خبره، په لرې پرتو سيمو کې د نا امنيو تر څنګ سيمه ييز دودونه هم په انتخاباتو کې د مېرمنو د ګډون مخه نيولی شي.

د هغې په وينا، ټاکنو کمېسيون بايد د مېرمنو د عامه پوهاي په اړه ډېر کار کړی وای.

بلخ کې د مېرمنو د حقونو يوې فعالې شکيبا موحد بيا اندېښنه وښوده چې ډېری افغان کورنۍ مېرمنو ته د خپلې خوښې رايې کارولو اجازه نه ورکوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.