ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل په ګډون د ځینو ولایتونو په ټاکنیزو مرکزونو کې رایه اچونه ځنډېدلې ده

د کابل په ګډون د ځینو ولایتونو په ټاکنیزو مرکزونو کې رایه اچونه ځنډېدلې ده

author avatar
28 Sep 2019 - 11:09
د کابل په ګډون د ځینو ولایتونو په ټاکنیزو مرکزونو کې رایه اچونه ځنډېدلې ده
author avatar
28 Sep 2019 - 11:09

 

کابل (پژواک، ٦ تله ٩٨): د پلازمېنې کابل په ګډون د ډېرو ولايتونو د ټاکنو په يو شمېر مرکزونو کې د رايې اچونې بهير له ټاکلي وخت يو يا دوه ساعته وروسته پيل شوى دى.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون اعلان کړى و چې د ټاکنو په ورځ (نن) به رايه اچونه سهار اووه بجې پيلېږي او د مازديګر تر درېیو بجو پورې به دوام کوي.

خو د پلازمېنې کابل او يو شمېر ولايتونو اوسېدونکي وايي چې د ځينو ستونزو له امله رايه اچونه پر خپل وخت نه ده پيل شوې.

په دې اړه د کابل د نجونو بي بي رابعې لېسې د رایو ورکولو په مرکز کې د ښځو د رایو ورکولو په دوو محلونو کې تر اوسه (له غرمې مخکې نهه بجې او ۱۵ دقیقې) رایه اچونه نه ده پیل شوې.

د دغه مرکز مدیر رحمت الله پژواک خبري اژانس ته وویل، هلته ځکه رایه ورکونه نه ده پیل شوې چې یوه محل ته د رایو ورکوونکو نوملړ نه دی رسېدلی او د بل مرکز کارکوونکي تر اوسه دغه مرکز ته نه دي ورغلي.

هغه وایي چې دغه ستونزه یې د ټاکنو له کمېسیون سره شریکه کړې او تمه ده چې ژر حل شي.

د دغو دوو محلونو مخې ته لسګونه ښځې په تمه دي چې دغه ستونزه لرې شي او خپله رایه وکاروي، خو د رایو یوه شاوخوا اووه کسیزه ډله د رايې له ورکولو پرته بېرته خپلو کورونو ته ولاړه.

په یاد مرکز کې د ښځو دوه نور محلونه فعال دي، خو هر محل ځانګړي رایه ورکوونکي لري او د یو محل اړوند کسان په بل محل کې رایه نه شي ورکولای.

دغه راز احمد جمشيد د بګرامي ولسوالۍ اوسېدونکي پژواک ته وويل چې د قلعه نعمان په لېسه کې د بايومټريک په دستګاه کې د ستونزې له امله تر اوسه (٩:٣٠) دقيقې رايه اچونه نه ده پيل شوې.

په ورته وخت کې د کابل ښار د قلعه زمانخان اوسېدونکي حيات الله پژواک ته وويل چې د حضرت بلال په ټاکنيز مرکز کې د يو نيم ساعت په تېرېدو سره تر اوسه رايه اچونه نه ده پيل شوې.

هغه وايي: ((ډېر خلک په ځانګړي ډول ښځې بېرته کور ته ولاړې او رايه يې استعمال نه کړه.))

دغه راز د بغلان د مرکز پلخمري ښار اوسېدونکي روح الله پژواک ته وويل چې د نمبر دو په لېسه کې نومليکنه کړې ده او همدلته بايد رايه هم ورکړي.

هغه وايي: ((دا نږدې دوه ساعتونه کېږي چې ولاړ يم، رايه اچونه نه ده شروع شوې، د ټاکنو کمېسيون کارکوونکي وايي چې بايومټريک دستګاه خرابه ده چې جوړه شي نو رايه اچونه به پيل کړي.))

همدارنګه د غور ولايت اوسېدونکې انيسه غيور پژواک ته وويل چې د مرکز فيروزکوه په سلطان رضيې غوري لېسه کې د ښځو لپاره ځانګړى محل نه دى جوړ شوى.

هغې وويل: ((ښځې مجبورې شوې چې د نارينه وو په محل کې رايه ورکړي.))

دغه راز د کابل د ده سبز ولسوالۍ د رايې ورکولو يو مرکز هم د سهار تر ٩:٣٠ بجو پورې نه و خلاص شوى.

په داسې حال کې چې دغه مرکز ته خلک د رايې ورکولو لپاره ورغلي خو په سيمه کې د ټاکنو کمېسيون مسوولين او امينتي ځواکونه په دې اړه له څه ويلو ډډه کوي.

د لغمان ولايت اوسېدونکي وايي چې نه يواځې په يو شمېر مرکزونو کې رایه اچونه ناوخته پيل شوې بلکې امنيتي ستونزې هم د خلکو د ورتګ مانع شوي دي.

د لغمان د الينګار ولسوالۍ اوسېدونکي اصغر پژواک ته وويل چې د الينګار په سيمه کې د ټاکنو مرکزونه شته، خو د امنيتي ستونزو له امله خلک نه دي ورغلي.

خو د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي پژواک ته وويل چې هېڅ ستونزه نشته هر څه په نورمال ډول روان دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار د ښځو په ځينو مرکزونه کې نهه نيمې بجې رايه اچونه پيل شوې ده.

د جلال اباد اوسېدونکي غازي پژواک ته وويل: ((خلک پر وخت راغلي دي خو په ډېرو مرکزونو کې تر نهه نيمو بجو پورې رايه اچونه نه وه پيل شوې.))

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې په ځينو مرکزونو کې د تخنيکي ستونزو له امله رايه اچونه ځنډېدلې ده خو دغه ستونزه  اوس د حل په کېدو په حال کې ده.

له يو شمېر نورو ولايتونو هم خلکو پژواک ته ويلي چې رايه اچونه پر  ټاکلي وخت سره نه ده پيل شوې.

په دې اړه د ټاکنو خپلواک کمېسيون مرستيال وياند عبدالعزيز ابراهيمي پژواک ته وويل، تر هغه چې خلک په کتارونو کې ولاړ وي، کولاى شي خپله رايه وکاروي.

هغه وايي: ((په کومو سيمو کې چې ناوخته رايه اچونه پيل شوې، په دې اړه به کمېسيون وروسته خپله پرېکړه اعلان کړي.))

دغه راز ده وويل، د کومو کسانو نومونه چې د محل د رايه ورکوونکو په لېست کې نشته، د ټاکنو کمېسيون له همکارانو دې وغواړي چې د سټېکر سريال نمبر يې د بايومټريک په دستګاه کې داخل کړي، هلته يې ټول مشخصات شته دي.

د يادونې ده، نن سهار په ټول افغانستان کې د ولسمشر د ټاکلو په موخه ټاکنې پيل شوې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.