جلال اباد (پژواک،٨ تله ۹۸): د ننګرهار درېيو ولسواليو کې د نږدې لس ميليونو افغانيو په لګښت د کرنې په برخه کې لسګونه کوچنۍ پروژې پيلېږي.
د دغو پروژو تړونونه د تلې په ۸مه د ننګرهار رسنيو دفتر کې د کرنې رياست او د کامې، کوز کونړ او بهسودو ولسواليو کروندګرو ترمنځ لاسليک شول.
د چارواکو په وينا، يادې پروژې به د کروندګرو په خوښه، د هغوی د اړتيا مطابق او خپله د کروندګرو له لوري عملي کېږي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وویل، د کرنې او مالدارۍ رياست او د کامې، بهسودو او کوز کونړ ولسوالیو اړوند ۱۱ شوراګانو ترمنځ یې د نږدې لس میلیونه افغانیو په ارزښت د ديرشو پروژو تړونونه لاسليک کړل.
دی وايي، دغو پروژو کې د مېرمنو لپاره د لس او سوداګریزو چارو لپاره د اوو شنو خونو د جوړولو او ۱۳ کانالونو، سربندونو او پولګوټو د جوړولو هوکړه لیکونه شامل دي .
هغه د دغو پروژو د پلي کېدو پر وخت پر شفافیت او کیفیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې شوراګانې او ولسي خلک دې په ټولو برخو کې له حکومت سره مرسته وکړي .
د میاخېل په وینا، د ننګرهار موسم څلور فصله کرنې او مالدارۍ په برخه کې د اوبو او هوا له پلوه چمتو دی او له همدې امله هڅه کوي چې د کرنې،مالدارۍ او باغدارۍ برخو کې ډېر کار وکړي،ترڅو له خپلو تولیداتو څخه نورو ولایتونو او هېوادونو ته صادارات وړاندې کړي .
دغه راز د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس سمیع الله نصرت وویل، یادې پروژې د اقلیمي تغیراتو له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو د کموالي پروژې له لوري پلي کیږي.
ده وويل چې د دغو پروژو په عملي کېدو سره به ۵۵۰ کسانو ته په مستقیمه توګه ګټه ورسیږي او دوه زره جریبه ځمکه به هم خړوبه شي.
د ننګرهار د ولایتي شورا مرستیال عبید الله شینواري د یادو پروژو په پلي کېدو خوښي وښوده او د ورته نورو پروژو د پلې کېدو غوښتنې ترڅنګ یې خلکو ته په معیاري ډول د قراردادونو له مخې د چارو ترسره کولو سپارښتنه وکړه .
د کروندګرو په استازۍ معلم محمد اکبر وويل، د نورو په څېر مېرمنو ته هم په اسلامي او کلتوري ارزښتونو برابر د ورځنیو ضرورتونو د پوره کولو په موخه چانس ورکړل شو او پروژې ورته پيل شوې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










