منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۲ غ.م
۳°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې په عصري سيسټم جوړ شوى د ليمو باغ حاصل ته نږدې شوی

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۱ تله ۹۸): ننګرهار کې د کرنې رياست مسوولين وايي چې د دغه ولايت ګوشتې ولسوالۍ کې يې د قطره يې اوبو د اوبه خور په نوي او عصري سيسټم د ليمو يو باغ جوړ کړی چې په لومړي کال حاصل ته نږدې شوی دی.

چارواکي وايي، دا باغ په لس جريبه ځمکه کې جوړ شوی او د کاميابۍ په صورت کې به نورو ولسواليو او د يادې ولسوالۍ نورو سيمو ته هم وغځول شي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس سميع الله نصرت د تلې په ۱۱مه پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت ګوشتې ولسوالۍ کې يې د انډو موسسې په همکارۍ په لس جريبه ځمکه کې تېر کال د ليمو يو باغ جوړ کړی دى.

دی وايي، په دغه باغ کې ۱۱سوه نيالګي ايښودل شوي چې په لومړي کال حاصل ته چمتو او تمه شته چې ډېر ښه حاصل به ورکړي.

دی وايي، پر دغه باغ دوه ميليونه او څلور سوه زره افغانۍ لګښت راغلی چې د ستروسو د حاصلاتو لوړېدو کې به مهم رول ولوبوي.

د کرنې د رييس په وينا، ننګرهار د ستروسو د ودې او ښو حاصلاتو ورکړې لپاره مناسبه اب و هوا لري؛ نو دوی هم د کرنې وزارت او اړوند موسساتو په همکارۍ هڅه کوي چې دلته د ليمو، مالټې، نارنج او د ستروسو د نورو بڼو بېلابېل باغونه رامنځته کړي.

ننګرهار کې انډو موسسې د باغدارۍ د برخې مسوول محمد عزيز سعيدي هم وايي چې دغه باغ ته له سولر برېښنا څخه په استفادې اوبه ورکول کېږي، قطره يي بڼه لري او په ډېر لږ مصرف ډېر حاصل ورکوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، ټولو بوټو ته پيپونه تېر شوي چې د اوبو ترڅنګ په کې سره هم په قطره يي شکل بوټو ته رسېږي.

په همدې حال کې د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس نصرت ډاډ ورکړ چې د دغه باغ په تعقيب به ګوشتې او يو شمېر نورو ولسواليو کې ورته نور باغونه هم جوړ شي چې ورسره د ليمو حاصلات هم زيات او کروندګر د کوکنارو او نورو حرامو بوټو له کر څخه مخه واړوي.

هغه وايي: (( همدا اوس مو ګوشتې کې د يو بل باغ چې هغه به د دې باغ څو چنده لوى وي سروې پيل کړې، څلور زره بوټي به په کې کېنول شي، چې حاصلات به يې د ختيځو ولايتونو سربېره کابل او يو شمېر نورو ولايتونو ته هم لېږل کېږي.))

دا په داسې حال کې ده چې دا تېر کال هم دغه ولايت کې د ستروسو له دولتي او خصوصي باغونو څخه کابو ۳۰۰ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوی و.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، د مالټو، لېمو، نارنجو او نورو ستروسو باغونه د دغه ولايت په نهو ولسواليو کې موجود دي چې حاصلات يې پر ختيځ سربېره مرکز کابل او نورو ولايتونو ته هم لېږل کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه