کابل (پژواک، ۱۳ تله ۹۸): د پوهنې وزير محمد ميرويس بلخي وايي، وزارت يې په په پام کې لري چې له دې وروسته ښوونکو ته د ځمکو پر ځای يو- یو اپارتمان ورکړل شي.
نوموړي دغه څرګندونې نن (د تلې ۱۳مه) د ښوونکو ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وکړې او ويې ويل چې د ځمکو وېش ښوونکو ته له اقتصادي اړخه مناسب نه تمامېږي.
بلخي زياته کړه، سره له دې چې ښوونکو ته شاوخوا ۹۲زره جريبه ځمګه وېشل شوې، خو بيا هم د ښوونکو ستونزه نه ده هواره شوې.
دى وايي، وزارت يې په پلان کې لري چې له دې وروسته د ځمکو نومرو پر ځاى ښوونکو ته يو يو اپارتمان ورکړي.
د پوهنې وزير دغه راز وويل چې د ښوونکو لپاره د دغه وزارت له خوا يو صندوق رامنځته شوی څو ښوونکي وکولی شي له دغه صندوقه قرضه ترلاسه کړي.
د بلخې په وينا، د ښوونکو د ظرفيت په برخه کې هم کار کوي او نور به دوولسم پاس کسان به د ښوونکي په توګه ونه ګومارل شي.
د هغه د معلوماتو له مخې چې څوارلسم پاس ښوونکي به د ظرفيت لوړولو کورسونو ته معرفي شي څو يې وړتيا لوړه شي.
د پوهنې وزير وايي، سږ کال به شاوخوا ۲۰ زره څوارلسم پاس ښوونکي د نورو لوړو زده کړو لپاره ليسانس ته معرفي شي.
بلخي وويل چې سږ کال تر اوسه ۹۷زره ښوونکو د بست له لحاظه ارتقا کړې او وروسته به نورو ښوونکي ته هم د بست ارتقا ورکړل شي.
دغه راز نوموړي زياته کړه، په نوي حکومت کې به د ښوونکو تنخوا هم لوړه شي چې اوس پر دې برخه کار روان دی.
بلخي زياته کړه چې سږ کال د پوهنې وزارت له خوا د زده کوونکو د روغتیايي حالت څېړلو په موخه صحي څانګه رامنځته شوې ده او دا څانګه به له روغتیايي اړخه د زده کوونکو ستونزې د حل په موخه د هغوی له کورنیو سره شریکوي.
همدارنګه د کابل ښار د ښوونکو شورا منشي عبدالواسع فايض د ښوونکو په استازيتوب د پوهنې له وزارت غوښتنه وکړه څو د ښوونکو د تدريس ساعتونه راکم کړي.
د دې ترڅنګ يې د ښوونکو د معاشونو زياتولو غوښتنه هم وکړه.
د غازي لېسې ښوونکې عزيزې وويل چې د هېواد حالات خراب دي او دوی پر ډېرو اندېښنو سربېره راځي او خپله دنده مخکې وړي.
هغې زياته کړه چې په ټولګيو کې د زده کوونکو شمېر باید کم شي، څو ښوونکي وکولی شي په سمه توګه خپل زده کوونکو ته تدریس وکړي او ورسېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










